
ایکنا نیوز د «القدس العربی» له قوله راپور راکړی، هغه نوې مسوّده چې د کاناډا حکومت د ولسي جرګې (فیدرالي پارلمان) ته وړاندې کړې ده، د خپلو احتمالي راتلونکو پایلو او د سیاسي او دیني حقونو او آزادیو، همدارنګه د عقیدې او بیان د آزادۍ پر وړاندې د منفي اغېزو له امله، په سیاسي، دیني او د بشري حقونو په محفلو نوکې پراخ بحثونه او لانجې رامنځته کړې دي. دې لایحې د رسنیو پام هم په پراخه کچه ځان ته رااړولی دی.
د کاناډا د حکومت دا نوې لایحه چې «د نفرت لهجرمونو سره د مبارزې قانون (C-9)» نومېږي، د نويو حقوقي موادو په معرفي کولو سره غواړي هغه څه چې «د نفرت جرمونه» بلل کېږي، لا سخت جرم وګرځوي. د دې لایحې له مخې، د دیني نښو او سمبولونو په کارولو سره د نفرت خپرول جرم ګڼل کېږي.
دغه لایحه همدارنګه د نفرتپارونې عنصر د محکمې په پرېکړو کې د سزا د سختولو لامل ګرځوي، او داسې مادې هم لري چې د حساسو ځایونو لکه د عبادتځایونو په شاوخوا کې د عدالت د تطبیق وېرول یا مخنیوی جرم ګرځوي.
دا لایحه وروسته له هغې وړاندې شوې چې په تېرو پنځو کلونو کې په کاناډا کې حکومت ضد فعالیتونه زیات شوي، په ځانګړي ډول د حساسو موضوعاتو لکه دیني آزادۍ، د عقیدې او بیان ازادي، د اقتصادي او سیاسي مسایلو په اړه د نظر څرګندونه لکه د فلسطین مسئله، او د همجنسګرائۍ په اړه د حکومت له سیاستونو سره مخالفت.
حکومت ونه توانېد چې د دغو خوځښتونو مخه ونیسي، او اوس هڅه کوي چې د دې قانون له لارې—چې حکومت ته د دا ډول فعالیتونو د ځپلو او د ښکېلو کسانو د آزادیو د محدودولو واک ورکوي—دا فعالیتونه تر کنټرول لاندې راولي.
سیاسي او د بشري حقونو شنونکي باور لري چې د دې لایحې یا مسودې لانجمن اړخ په دې کې نغښتی دی چې ښائي د عقیدې او بیان ازادي محدوده کړي او آزادیانې یوازې د حکومت له سیاستونو سره د سمون په موخه کمې کړي، په ځانګړي ډول د دیني نظریاتو د اظهار په برخه کې.
منتقدان، چې د مدني او دیني آزادیو ډلې هم پکې شاملې دي، استدلال کوي چې دا لایحه د دیني بحثونو د جرم ګرځولو ګواښ رامنځته کوي، په داسې حال کې چې ملاتړي ئې دا د کاناډا په څو توکمیزه او څو دینیزه ټولنه کې د زیاتېدونکي نفرتپارونې پر وړاندې یو حیاتي اقدام بولي.
https://iqna.ir/fa/news/4322874