
ایکنانیوز د الجزیرې له قوله راپور راکړ،د «مخکښو اولادونو» په عنوان سره په یوه پروګرام کې، په غزې کې د ۴۴ حافظو شهیدانو اولادونه د قرآن کریم د حفظ له امله ستاینه او قدرونه وشوه.
دا پروژه د دې لپاره پلي شوې چې د دغو ماشومانو د پلارانو د نشتوالی تر یوه حده جبران کړي، او د لومړي ځل لپاره ئې په غزې تړانګې کې ورته یو مناسب ښوونیز او روزنیز چاپېریال برابر کړ.
دا مراسم د غزې تړانګې په مرکزي برخې کې د البریج د کډوالو په کمپ کې، وروسته له هغې ترسره شول چې دغو ماشومانو د قرآن کریم حفظ بشپړ کړ.
په دغو مراسمو کې د ماشومانو کورنۍ، سرپرستان او یو شمېر ښوونکي ګډونوال وو. په پروګرام کې دیني او تعلیمي برخې شاملې وې، لکه د قرآن تلاوت او تیاتري نندارې، چې پکې ماشومانو د قرآن د حفظ کولو تجرتبې، د رسول الله مبارک ﷺ د ژوند کیسه (سیرت) او اسلامي ارزښتونه انځور کړل.
د پروژې تنظیموونکو ټینګار وکړ چې دا مراسم، سره له دې چې امنیتي وضعیت ډېر ستونزمن و، څلور میاشتې ئې دوام وکړ. دا پروژه د قرآن کریم پر زدهکړې متمرکزه وه، چې پکې تلاوت او تفسیر، د رسول الله ﷺ سیرت او اسلامي اخلاق شامل وو، څو د شهیدانو اولادونه پر پیاوړو دیني او اخلاقي بنسټونو وروزي.
مسئولینو زیاته کړې چې دا پروژه د متخصصو ښځینه ښوونکو تر څار لاندې ترسره شوه، او د داسې ښوونیز ـ روزنیز چاپېریال په برابرولو سره هڅه کېږي چې د یو داسې باخبره نسل د روزنې لامل شي چې خپلو ارزښتونو او هویت ته ژمن وي، او په دې توګه د پلار د نشتوالي تشه تر یوه حده ډکه کړي.
د مراسمو په پای کې، هغه ماشومان چې قرآن کریم ئې حفظ کړی و، په یوه روحاني او خوښ چاپېریال کې ونازول شول. همدارنګه له ټولو ملاتړکوونکو بنسټونو او د دې پروژې له همکارانو مننه وشوه، او ګډونوالو دعا وکړه چې دا ماشومان د قرآن حاملان او د راتلونکي مشران وګرځي.
په غزه کې د جګړې پر مهال، اسرائیلو د امریکا په ملاتړ داسې بېسارې نسلوژنه ترسره کړه چې له امله یې له ۷۰ زرو څخه زیات فلسطینیان شهیدان او تر ۱۷۱ زرو زیات ټپیان شول، چې ډېری ئې ماشومان او ښځې دي.
دې جګړې پراخې ویجاړۍ رامنځته کړې دي، او ملګرو ملتو د دې سیمې د بیا رغونې لګښت شاوخوا ۷۰ میلیارد ډالر اټکل کړی دی.
https://iqna.ir/fa/news/4322946