
د ایکنا د راپور له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت دوه استازي د قرآن کریم د بشپړ حفظ او د تحقیق د قرائت په برخو کې، پرون سهار د قطر د دوحې له هوائي ډګر څخه د بنګلهدېش پلازمېنې، ډهاکا، پر لور روان شول څو د دې هېواد د نړیوالو قرآني سیالیو په څلورم پړاؤ کې ګډون وکړي.
مهدی برنده، چې د همدان ولایت اوسېدونکی او د ټول قرآن کریم حافظ دی، د روان کال د چنګاښ په میاشت کې د سعودي عربستان د قرآن د نړیو الو سیالیو د پنځه څلوېښتم پړاؤ سیالیو کې ګډون کړی و. همدارنګه اسحاق عبداللهي، د قم ښار اوسېدونکی، د روان کال د تلې په میاشت کې د روسیې د قرآن دنړیولو سیالیو د درویشتم پړاؤ سیالیو کې برخه اخیستې وه.
د بنګلهدېش د نړیوالو قرآني سیالیو په څلورم پړاؤ کې د ګډونوالو لپاره د عمر شرایط ټاکل شوي دي؛ د دې له مخې، د حفظ په څانګې کې ګډونوال باید تر ۲۵ کلونو کم عمر ولري او د تحقیق د قرائت په څانګه کې هم ګډونوال باید تر ۳۵ کلونو کم عمر ولري.
د یادونې وړ ده چې د بنګلهدېش د نړیوالو قرآني سیالیو څلورم پړاؤ د لیندۍ یا قوص د میاشتې له ۲۷ څخه د مرغومي د میاشتې تر ۳ پورې په ډهاکا کې ترسره کېږي.
https://iqna.ir/fa/news/4323635