
ایکنانیوز د خلیج ټایمز په حواله راپور راکړی، دا جومات د ۱۰۰۰ لمونځ کوونکو د ځایولو لپاره پلان شوی او د ټاپو د مرکزي برخې په اوږدو کې موقعیت لري.
دا وداني د «سکادمور، اوینگز او مریل» (SOM) د معمارۍ شرکت له خوا ډیزاین شوې ده. د جومات مناره به تر ۴۰ میترو پورې لوړوالی ولري او د ټاپو له تر ټولو لوړو جوړښتونو څخه به وي. د جومات هندسي بڼه هم د اسلامي معمارۍ له دودیزو ډیزایني عناصرو څخه الهام اخیستی دی.
د دې جومات د پلانونې د ډیزاینر په وینا، دغه پلان د دودیزې اسلامي معمارۍ له عناصرو الهام اخیستی، خو په اوسمهاله او ماډرن بڼه وړاندې شوې ده. یو سیوری ورکوونکی چت، چې د ټوکر له بڼې ئې الهام اخیستی، له بامه تر انګڼ پورې غځېدلی او سیوری رامینځته کوي او له بصري پلوه وداني له خپل چاپېریال سره نښلوي.

په دې طرحې کې منظم د پلي تګ لارې، ټاکل شوې ګرځېدونکې لارې او ځانګړې رڼا لرونکې سیمې شاملې دي. طبیعي رڼا د لمانځه فضاوو ته په فیلټر شوې بڼه واریدیږي، څو دننه ارامه فضا رامنځته کړي، معنوي تجربه لا پیاوړې کړي او په ورته وخت کې د لمونځ کوونکو اسانتیا او سکون تضمین کړي.
د دوبۍ هولډینګ د املاکو شرکت اجرائیوي مشرخالد المالکي،وویل چې دا جومات به د دې لپاره جوړ شي چې د معمارۍ یو نښهيي سمبول او د ټاپو د اوسېدونکو او لیدونکو لپاره د عبادت او ارامتیاز ځای وګرځي.
کریس کوپر، چې د دې ودانۍ له نړیوالو شریکانو څخه دی، وویل چې دا طرحه د راتلونکې نسل لپاره د اماراتو ځاي معمارۍ بیا تعریفوي.

نخل جبل علي (Palm Jebel Ali) د متحده عربي اماراتو د دوبۍ ښار یو مصنوعي ټاپوزمه ده.
نخل جبل علي د نخل جمیرا په پرتله ۵۰ سلنه لوی او د نخل دیره په پرتله پنځه چنده کوچنی دی، او پکې د «سي ورلډ» سمندري پارک، استوګنیزې او سوداګریزې سیمې او سوداګریز مرکزونه شامل دي. د نخل جبل علي تر ټولو ځانګړې ځانګړنه د هغې اوبهيي کورونه دي، چې د دې ټاپو د بهرنۍ پولې او د هغې د څانګو ترمنځ به موقعیت ولري.

https://iqna.ir/fa/news/4323279