IQNA

آرټيفیشل انټلیجنس!

استاد عبدالباسط؛ له زېږون تر مړینې(فیلم)

14:48 - December 21, 2025
د خبر لمبر: 3492192
ایکنا - د مصر د اسلامي چارو عالي شورا د اسلامي نړۍ د نامتو قاري، د استاد عبدالباسط عبدالصمد، د  ژوند د لنډ فلم د تولید خبر ورکړی چې د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته جوړ شوی دی.

 ایکنا نیوز د «الیوم السابع» له قوله راپور  راکړی، د دې فلم تولید د اسلامي میراث د مستندسازۍ او د مصر د تلاوت د ستورو د تلپاتې کولو په برخې کې یوه بې‌ساري لاسته راوړنه ده، چې د مصنوعي ذهانت(اې آر) له نوې او پرمختللې ټیکنالوژۍ څخه پکې ګټه اخیستل شوې ده.

دا اثر له څو ورځو دقیق کار وروسته تولید شوی، څو د استاد عبدالباسط د ژوندلیک د انځورولو په برخه کې د کیفیت او معنویت تر ټولو لوړه کچه یقیني شي.

دا پروژه د مصر د اوقافو د وزیر، اسامه الازهري، په ملاتړ ترسره شوې ده او د مصر د اسلامي چارو د عالي شورا عمومي منشي، محمد البیومي، د فلم پر محتوا څارنه کړې، څو تاریخي او ديني دقت ئې تضمین شي.

دا فلم د اسلامي چارو د عالي شورا په رسمي ډیجیټلي چینلونو کې د خپرېدو له لومړیو شېبو راهیسې د اسلامي نړۍ له بېلابېلو سیمو څخه له پراخ هرکلي سره مخ شوی دی، او لیدونکو د مصنوعي ځیرکتیا(اې آر) د دقیقې کارونې او د استاد عبدالباسط د ژوند د پړاوونو د اغېزشیندونکې انځورګرۍ ستاینه کړې ده.

د مصر د اسلامي چارو عالي شورا د دې لاسته راوړنې له لارې د دیني مستندسازۍ او زده‌کړې لپاره نوې لارې سسټماټيک شوي دي، داسې لاره چې ټیکنالوژي د قرآن کریم او د هغه د علماوو د خدمت لپاره کاروي.

دا شورا هیله لري چې دا فلم به د ورته آثارو د یوې لړۍ پیل وي، څو د نورو سترو مصري قاریانو ژوندلیکونه هم راژوندي کړي، هغو قاریانو چې په خپلو تلاوتونو ئې پر نړۍ ژور اغېز پرې شیندلي دی. دا بریا د مصر مخکښ رول څرګندوي، چې د خدای د کتاب د اصیل تلاوت د هنر د ساتنې او خپرولو مخکښ دی.

د دې فلم د تولید په ټیم کې  پروډیوسر اسلام محمد الاقصري ،منظمونکي او  ډایریکټران ممدوح عبدالغني او محمود مختار مهنا  او محمد عسکر (کیمره مینان) شامل وو.

https://iqna.ir/en/news/3495774

captcha