
ایکنانیوز د «دارالهلال» له قوله راپور راکوي، د مصر د قرآن د قاریانو لومړنی میوزیم چې د آذر یا لیندئ په ۲۴مه د مصر د کلتور د وزیر احمد فؤاد هنو او د دې هېواد د اوقافو د وزیر اسامه الازهري په شتون کې پرانیستل شو، د استاد عبدالباسط د ژوندلیک او د هغه د قرآني خدمتونو د معرفئ د بورډ ترڅنګ، د هغه د شخصي وسایلو یوه ټولګه نندارې ته ایښې ده.
د استاد عبدالباسط د خپلو اولادونو تر څنګ د انځورونو چوکاټونه، یو غږ ثبتوونکی (ریکارډر)، عمامه، څو تسبیحونه، خولۍ، د ستاینلیکونو تختې او هغه صندوقچه چې د قرآن یوه نسخه پکې ده، له هغو آثارو څخه دي چې د استاد عبدالباسط د ژوندلیک تر څنګ په دې میوزیم کې د عامو خلکو د لیدو لپاره کېښودل شوي دي.
دا میوزیم د مصر د تلاوت د ۱۱ مشهورو قاریانو کالي، عمامې او شخصي وسایل هم لري ؛ چې پکې محمد رفعت، عبدالفتاح شعشاعي، طه الفشني، مصطفی اسماعیل، محمود خلیل الحصري، محمد صدیق منشاوي، ابوالعینین شعیشع، محمود علي البناء، استاد عبدالباسط عبدالصمد، محمد محمود طبلاوي او احمد الرزیفي شامل دي. دا وسایل عموماً د هغوي د کورنیو لهخوا د میوزیم مسؤلینو ته ډالۍ شوي دي.
علاء حسني،چې د استاد مصطفی اسماعیل لمسی دی، «مصري الیوم» ته وویل: د دې مصري قاري کورنۍ د هغه د نیکه ځینې شخصي وسایل میوزیم ته ډالۍ کړي دي، چې پکې تسبیح،امسا، ساعت، عمامه، کالي، راډیو، او یو چوکاټ شامل دی چې د ورځپاڼو پرېکونونه پکې دي. دا چوکاټ د جمال عبدالناصر (د هغه وخت د مصر ولسمشر) لهخوا د ده درناوی او همدارنګه د محمد انور سادات (د مصر له پخوانیو ولسمشرانو) ترڅنګ د قدس شریف د سفر صحنې ښئي.
د شیخ محمد محمود طبلاوي لور،«برنسه»، هم وویل: د مصر د اوقافو وزارت یو کال وړاندې د دې قاري له کورنۍ سره خبرې کړې وې څو د هغه وسایل راټول کړي، او کورنۍ لېواله وه چې د هغه قرآن، کالي او شخصي انځورونه میوزیم ته ډالۍ کړي.
هغې زیاته کړه: دا میوزیم یو ډېر ښکلی اقدام دی او د تلاوت د هغو سترو شخصیتونو پاتې شوني ئې سره ټول کړي دي چې بیا به تکرار نه شي.
https://iqna.ir/fa/news/4323526