
ایکنانیوز د South China Morning Post (SCMP) له قوله راپور راکړی، د ملایشیا د دیني چارو وزیر ذوالکفلي حسن وویل چې د کرېسمس د جشن اړوند تزئینات یا انځورونه په هغو ځایونو کې چې حلال خواړه وړاندې کېږي، روا دي.
د هغه په وینا، په ملایشیا کې هغه هوټلونه او د خوړو پلورنځي چې د حلال تصدیقلیک لري، کولای شي د کرېسمس تزئینات یا انځورونه(ډيکوریشن) نندارې ته وړاندې کړي.
هغه ټینګار وکړ چې د حلال تصدیقلیک لرونکو لپاره له اسلام پرته د نورو دینونو د مذهبي جشنونو د تزئیناتو په نندارې کې هېڅ محدودیت نشته، تر هغه چې د حلال معیارونه مراعات شي.
ذوالکفلي زیاته کړه چې دا دریځ له هغې پرېکړې سره سمون لري چې د ملایشیا د اسلامي پراختیا وزارت (جاکیم) په ۲۰۲۳ کال کې کړې وه، چې پکې ویل شوي وو: د ملایشیا د حلال تصدیقلیک لرونکي (SPHM) له دې منع نه دي چې د غیر اسلامي دینی جشنونو اړوند انځورونه یا تزئینات وکاروي.
هغه وویل: د ملایشیا د کلتوري او مذهبي ډولوالي درناوی د دې هېواد د څو توکمو ټولنې له بنسټیزو ځانګړنو څخه دی.
نوموړي زیاته کړه: مونږ دا اړین بولو چې موجود حلال معیارونه وساتو، پرته له دې چې د توکم او مذهبي همغږۍ زیانمنېدو ته لار هواره شي.
ذوالکفلي وویل: د ولایتی اسلامي دیني ادارو، جاکیم او د صنعت د فعالانو ترمنځ نږدې همکاري ډېره مهمه ده، څو د حلالو پالیسۍ او لارښوونې په احتیاط سره پلي شي او د مسلمانانو ګټې او د ټولنې عمومي همغږي وساتل شي.
هغه زیاته کړه: د ملاکا په هوټلونو کې، د لابي او عامه ځایونو په ګډون، د تزئیناتو پر لګولو هېڅ بندیز نشته، او د هوټلونو مدیریت د خپلو ودانیو هغه برخې هم تزئین کولی شي چې د حلال تصدیقلیک نه لري.
https://iqna.ir/fa/news/4324105