
د ایکنا د راپور له مخې د «عربي ۲۱» له قوله، محمد آنتون آثوئلالله، چې د اسلامي مطالعاتو څېړونکی دی، وویل: دا پېښې (د قرآن سپکاوی) نه یوازې د مسلمانانو سپکاوی دی، بلکې د سولهییز ګډ ژوند، د دین ازادۍ اود ټولنیز پیوستون ارزښتونو ته ننګونه بلل کېږي.
هغه زیاته کړه: په دې وروستیو کې د قرآن کریم د سپکاوي د پېښو تکرار، چې په یوه اونۍ کې دوه پېښې وشوې، د اسلامي ټولنو او د مسلمانانو د علماوو ترمینځ ئې جدي اندېښنې راولاړې کړې دي.
دغه انډونیشیائي څېړونکي وویل: د دغو بریدونو وروستۍ پېښه د سویډن په پلازمېنې اسټکهم کې رامنځته شوه، هلته چې د قرآن یوه نسخه چې شپږ د مرمیو سوري پکې وو، د اسټکهلم د جومات د زینو یا پَاوړیو له کټارو سره په ځنځیر تړل شوې وه.
هغه وویل: په ورته پېښې کې په متحده ایالاتو کې، د امریکا د سنا لپاره یو جمهوري غوښتونکي نوماندې هڅه وکړه چې د میشیګن ایالت په ډیربرن ښار کې، چې د امریکا د مسلمانانو د ټولنې مرکز دی، د یوې اسلام ضده مظاهرې پر مهال د قرآن یوه نسخه وسوځوي.
د اسلامي مطالعاتو دغه انډونیشیايي څېړونکي ټینګار وکړ: دا ډول کړنې باید جلا یا خودسرانه ونه بلل شي، ځکه چې دا د ټولنیز یووالي لپاره ګواښ دی.
د یادونې وړ ده چې د فلوریډا ایالت څخه د سنا مجلس جمهوري غوښتونکی نوماند، جېک لانګ، په دې وروستیو کې د ټکساس ایالت د کالین ولسوالۍ په پلینو ښار کې د اسلام ضده مظاهرې پر مهال د قرآن کریم یوه نسخه د خوګ په خوله کې کېښوده.
جېک لانګ په دې اسلام ضد لمسوونکي اقدام سره د مسلمانانو، د بشري حقونو د فعالانو او نړیوالو څارونکو غوسه راوپاروله او په داخلي او نړیواله کچه ئې پراخ غبرګونونه او ټکان رامنځته کړل.
همدارنګه د سویډن په پلازمېنې اسټکهلم کې پر یوه جومات د توکمپالو افراطیانو د برید پر مهال، د قرآن کریم یوه نسخه د دغه عبادتځای په دهلېز کې په ځنځیر تړل شوې وه او سپکاوی یې وشو.
https://iqna.ir/fa/news/4325387