
د حزبالله عمومي منشي، شیخ نعیم قاسم پرون د شهید حاج محمد حسن یاغي (ابوسلیم) د یاد غونډې پر مهال، د لبنان اوسني وضعیت ته په اشارې سره وویل چې امریکا له ۲۰۱۹ کال راهیسې د دې هېواد د بېثباتۍ او اقتصادي ړنګېدو اصلي عامل دی. هغه زیاته کړه چې د اوربند له شتون سره سره، پر لبنان د صهیونیستي رژیم بریدونه نه دي درېدلي او دغه رژیم لا هم خپلو تېریو ته دوام ورکوي.
د پارس ټوډې د راپور له مخې، شیخ نعیم قاسم ټینګار وکړ: تر هغه چې پر لبنان د اسرائیلو بریدونه دوام ولري، د مقاومت بېوسلې کول نه د لبنان په ګټه دي او نه هم د ولس په ګټه، بلکې دا کار د نیواکګرو په ګټه دی او د جنوب په پنځو سیمو کې د نیواک د دوام لامل ګرځي.
د حزبا.... عمومي منشي د مقاومت د ۴۲ کلنې تجروبې او د صهیونیستي رژیم د پلانونو د ناکامولو په یادولو سره وویل چې د لبنان دولت ځکه بریالی و، چې مقاومت ئې درلود.
هغه زیاته کړه چې مقاومت او لبنان د اوربند پابند پاتې شوي دي، خو له دې وروسته به هېڅ ډول امتیاز ورنه کړل شي. هغه وویل، تر څو چې صهیونیستي رژیم خپلو ژمنو باندې عمل ونه کړي، لبنان هېڅ اقدام ته ژمن نه دی.
شیخ نعیم قاسم همدارنګه د هوائي، ځمکنيو او سمندري بریدونو بشپړ درول، د نیواکګرو بشپړ وتل، د بندیانو خوشې کول او د جنوب بیا رغونه وغوښته او ټینګار ئې وکړ چې حکومت باید د صهیونیستي رژیم د ژمنو تر عملي کېدو مخکې هېڅ ګام وانخلي.
https://iqna.ir/fa/news/4325537