IQNA

په هندوستان کې د مسلمانانو پر ضد د کرکې خپرولو په اړه خبرداری

16:22 - December 30, 2025
د خبر لمبر: 3492242
ایکنا - د ملایشیا د اسلامي تنظیمونو مشورتي شورا په هندوستان کې د مسلمانانو پر وړاندې د جرمونو، کرکې او سیستماتیک توپيرد زیاتوالي په اړه خبرداری ورکړی دی.

 ایکنا نیوز د «اخبار الشیعه» له قوله رآپور راکړ، د ملایشیا د اسلامي سازمانونو مشورتي شورا د هند د مسلمانانو پر وړاندې د کرکې، تاوتریخوالي او سیستماتیک توپیر د خطرناک زیاتوالي په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

دغې شورا په یوې اعلامیې کې د مذهبي لږکیو د وضعیت هغه څه «چټک او خطرناک خرابوالی» وباله او د هغوی د ساتنې د تضمین او د سرغړوونکو د معافیت د پای ته رسولو لپاره ئې د نړیوالو بیړنیو اقداماتو غوښتنه وکړه.

په اعلامیې کې له اسلامه‌وېرونه (اسلاموفوبیا) او مدني ناآرامیو د زیاتوالي یادونه شوې، چې دا وضعیت د مسلمانانو د حقونو د پرله‌پسې سرغړونو لپاره مناسبه فضا برابروي.

دې شورا د ۲۰۲۵ کال له اکتوبر راهیسې څو مستندې پېښې یادې کړې، چې پکې هغه بریدونه هم شامل دي چې د «غوا ساتنې»په پلمې سره ترسره شوي دي. تر ټولو څرګنده بېلګه ئې د مهاراشترا صوبې د جالنا په سیمې کې پر هغو کسانو برید و، چې غواوې ئې انتقالولې؛ په دې برید کې قربانیان له تاوتریخوالي او عامه سپکاوي سره مخ شول.

د ملایشیا د اسلامي سازمانونو مشورتي شورا همدارنګه په عامه غونډو کې د کرکجنې وینا عادي کېدل یاد کړل، په ځانګړي ډول هغه پاروونکې خبرې چې مسلمانان «ترهګر» بولي او د هغوی پر ضد د اقتصادي بایکاټ غوښتنه کوي؛ دا چارې د وېرې د خپرېدو او د مسلمانانو د غیرانساني ښودلو لامل ګرځي.

په اعلامیې کې همدارنګه د مسلمانانو پر وړاندې د سیستماتیک اقتصادي طرد یادونه شوې، چې د هغو کمپاینونو له لارې ترسره کېږي چې د مسلمانو سوداګرۍ «ناخوښې» یا «ناپاکې» بولي، او ټینګار شوی چې دا ډول کړنې توپير د ورځني ژوند تر کوچنیو جزئیاتو پورې غځوي.

دې شورا ټینګار وکړ چې د کرکې پر بنسټ د جرمونو شمېرې په بېلابېلو سیمو کې یو تکراري بڼه ښئي او خبرداری یې ورکړی چې د نړیوالې ټولنې دوامداره چوپتیا کولای شي د مجرمینو معافیت ټینګ کړي، فرقه ‌یي اختلافات ژور کړي او د سویلي اسیا اوږدمهاله ثبات کمزوری کړي.

شورا همدارنګه د ملګرو ملتو د بشري حقونو د عالي کمېشنر له دفتره وغوښتل چې په هند کې د بشري حقونو د وضعیت څارنه زیاته کړي. همدارنګه یې د دیني ازادۍ، د لږکیو د حقونو، د توکمپالنې پر ضد مبارزې او عدالت او محکمو ورآخوا وژنو ځانګړو راپور ورکوونکو ته بلنه ورکړه چې ژر تر ژره اقدام وکړي او له هندي چارواکو سره تعامل وکړي.

د ملایشیا د اسلامي تنظیمونو مشورتي شورا د اسلامي  ملګرتیا له موسیسې څخه هم وغوښتل چې یوه بېړنۍ مشورتي ناسته جوړه کړي ، د حقیقت موندنې یو میکانیزم جوړ کړي، او د آسه‌آن له غړو هېوادونو یې وغوښتل چې دا موضوع د سیمه‌ییزو او دوه‌اړخیزو دیپلوماتیکو لارو مطرح کړي.

https://iqna.ir/fa/news/4325573

captcha