
ایکنانیوز د «صدی البلد» څخه نقل شوی راپور کې وائي، د مصر د حافظانو او قاریانو د اتحادیې رسمي ویاند، محمد الساعاتي اعلان وکړ چې محمد الملاح، چې د پاکستان د تلاوت د محفل د پيسو د شیندلو د دود له امله خبرجوړونکی شوی و، له پاکستانه ورسره اړیکه نیولې او دا پېښه ئې په کلکه غندلې ده.
الملاح په دې تماس کې وویل: زه له دې پېښې سخت حیران شوم، داسې څه وو چې هېڅ تمه مې ترې نه لرله. یوازې د تلاوت تر پای وروسته پوهه شوم چې څه شوي، ځکه هغه مهال زما ټول تمرکز یوازې پر تلاوت و. که څه هم زه هڅه نه کوم چې د قاریانو سره د تعامل په اړه د پاکستان کلتور بدل کړم، خو د تلاوت پر مهال قاري د پیسو شیندل له دې کړنې سره په کلکه مخالف یم.
هغه زیاته کړه: کله چې مې د مراسمو ویډیو ولیدله، دا مې خپله دنده وبلله چې د حافظانو او قاریانو اتحادیې ته، چې مشري ئې شیخ محمد حشاد کوي، خپله بخښنه وړاندې کړم او ورته ووايم چې زه په دې پېښه کې بېګناه یم او دا د پاکستان د خلکو د کلتور برخه ده چې د قرآن قاریانو ته خپله مینه او درناوی څرګندوي.
الملاح په پای کې وویل: زه ویاړم چې د الله د کتاب له حاملانو څخه یم؛ ما په مکتبخانه کې زدهکړه کړې او د الازهر د قرائت له مرکز څخه فارغ شوی یم، هغه مرکز چې د پوهې څراغ دی. ما د قرائتونو تخصصي سند له الازهر څخه ترلاسه کړی دی.
هغه ټینګار وکړ: زه د مصر زوی یم، هغه هېواد چې د تلاوت دولت بلل کېږي. زه د پاکستان په تلاوت کې د پیسو د شیندلو د دې ناڅاپي صحنې په اړه بښنه غواړم. د پاکستانيانو ډېره مینه د مصري قاریانو پر وړاندې اکثره هغوی حیرانوي او داسې چلندونه رامنځته کوي چې زموږ له کلتور سره سمون نه لري. ژمنه کوم چې دا صحنه به په پاکستان کې زما په راتلونکو تلاوتونو کې تکرار نه شي. انشاءالله، د راتلونکي رمضان میاشتې په پیل کې به خپل ګران وطن، مصر، ته ستنیږم.
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د محمد الملاح یوه ویډیو خپره شوې وه، چې پکې هغه د ګڼې ګوڼې په مینځ کې د قرآن تلاوت کاوه. د تلاوت پر مهال، یو شمېر کسان هغه ته ورنږدې شول او پرې یې پیسې وشیندلې؛ دا عمل چې د خلکو ترمنځ د «نقطه» په نوم پېژندل کېږي، په پاکستان کې د ځینو ټولنیزو مراسمو پر مهال د قدردانۍ نښه بلل کېږي. خو مصریان دا عمل د قرآن کریم په تړاو عجیب او د منلو وړ نه ګڼي.
د ویډیو تر خپرېدو وروسته، په ټولنیزو رسنیو کې د خلکو د غوسې څپه راپورته شوه او ډېرو دا صحنه د قرآن د عظمت او سپېڅلتیا سپکاوی وباله. هغوی استدلال وکړ چې په دې ډول پیسې شیندل د قاري وقار او مقام کموي.
ځینو کاروونکو هم پر قاري نیوکه وکړه چې ولې یې سمدستي اعتراض یا د دې کړنې مخنیوی ونه کړ، او ټینګار یې وکړ چې د محفل وقار ساتل د قاري مسؤلیت دی.
الملاح مخکې ویلي وو: هر قاري چې پاکستان ته ځي، خلک ورته پیسې ورکوي، او هېڅ قاري نشي کولای هغوی ته ووایي چې دا کار مه کوئ؛ که څوک اعتراض وکړي، هغوی فکر کوي چې تاسو ئې سپکاوی کوئ او کېدای شي لویه ستونزه رامنځته شي. دا د هغوی کلتور دی. زه یوازې حېرانېږم چې ولې خلک هغه پیسې چې نڅاګر ته ورکول کېږي، له دې موضوع سره تړي.
https://iqna.ir/fa/news/4325632