
یکنا د «صدی البلد» له قوله راپور راکړی چې د مصر د قاریانو مشر او مصري قاري ـ ډاکټر، احمد احمد نعینع، په خپله رسمي فېسبوک پاڼه کې یوه ویډیویي ټوټه خپره کړې ده چې پکې د امریکا د متحدو ایالتونو په یوه جومات کې یوې ښځې ته د شهادتینو ښوونه کېږي، څو اسلام قبول کړي.
په جومات کې موجودو ډېرو کسانو د تکبیر په ویلو سره دې پېښې ته غبرګون وښود، او دا ویډیو د استاد نعینع د پاڼې د مینهوالو او پلویانو له پراخ هرکلي سره مخ شوه.
راپورونه ښئي چې احمد نعینع د « تلاوت محفل یا حکومت » په نوم ټیلویژني پروګرام کې د مېلمه په توګه ګډون کړی و او د دې پروګرام ګډونوال، عمر علي، ته ئې مهمې سپارښتنې کړې وې. هغه پر دې ټینګار وکړ چې د قرآن کریم د تلاوت دوام، په ځانګړي ډول د هغو کسانو لپاره ډېر مهم دی چې خداي تعالی د خپل سپېڅلي کتاب د حفظ نعمت ورکړی دی.
دغه مصري قاري وویل: یوازې د قرآن حفظ کول بسنه نه کوي، بلکې باید قرآن په دوامداره توګه تلاوت او تکرار شي، څو د حفظ کمزورتیا او یا د آیتونو د هېرېدو مخه ونیول شي.
هغه د دې پر اهمیت ټینګار وکړ چې هره ورځ د قرآن د تلاوت لپاره یو ځانګړی وخت وټاکل شي، او ویې ویل چې د ورځې لږ تر لږه د پنځو جزءو تلاوت کول حافظ سره مرسته کوي چې خپل حفظ پياوړی کړي او له کتابالله سره خپله اړیکه ټینګه کړي.
شیخ نعینع همدارنګه قاریانو ته سپارښتنه وکړه چې د تلاوت په پیل کې خپل غږ ټیټ وساتي او پر غږیزو تارونودباؤ رانه ولي، څو د ستړیا او ستومانه کیدا پرته د تلاوت د دوام توان ولري.
دغه مصري قاري په پای کې عمر علي ته وویل چې عاجزي، دوامداره تلاوت، پرلهپسې تلاؤت، او د کتابالله درناوی هغه ریښتینې نښې دي چې هر قاري ئې باید ولري، که غواړي خپل تلاوت لوړ مقام ته ورسوي او د خدای تعالی په دربار کې د قبلېدو وړ وګرځي.
https://iqna.ir/fa/news/4326853