IQNA

د الجزایر د اوقافو وزیر د قرآني سیالیو له بهرنیو قاضیانو سره ولیدل

13:50 - January 06, 2026
د خبر لمبر: 3492272
ایکنا - د الجزایر د دیني چارو او اوقافو وزیر  د دې هېواد  نړیوالو قرآني سیالیو د یویشتم پړاؤ له بهرنیو قاضیانو  سره وکتل او خبرې ئې ورسره وکړې.

 ایکنانیوز د «الایام» په حواله رآپور راکړی، دا لیدنه  د مرغومي (دی) په ۱۴ نیټه، د یاد وزارت په مرکز کې و شوه. په دې ناسته کې د عمان د اوقافو او دیني چارو وزارت د قرآن ادارې مشر، شیخ طاهر بن زاهر بن مسعود بن سعید العزواني، او د سوریې د قرآن د قرائتونو، تفسیر او علومو استاد، شیخ محمد فهد خاروف، ګډون درلود.

دا لیدنه د دې لپاره ترسره شوه چې یاد دوه تنه د الجزایر د قرآن د حفظ او تلاوت سیالیو د یوویشتم پړاؤ د قضاؤت په کمېټه کې ګډون لري. دغو داورانو یا قاضیانو  د قرآن د خدمت په برخې کې د الجزایر هڅې وستایلې او د دې نړیوالو سیالیو رول او ارزښت ئې د قرآني ارزښتونو د پیاوړتیا او خپرولو په برخې کې تشریح کړ.

د الجزایر د دیني چارو او اوقافو وزیر یوسف بلمهدی، هم په دې لیدنه کې قاضیانو ته د خوښ او بریالي اقامت هیله وکړه، او مېلمنو د الجزایریانو له تود هرکلي او مېلمه پالنې مننه وکړه.

د الجزایر د قرآن د حفظ او تلاوت د نړیوالو سیالیو یوویشتم پړاو د یوسف بلمهدی تر څار لاندې خپل کار پیل کړ او دا سیالۍ د ۴۸ هېوادونو په ګډون ترسره شوې.

د دې سیالیو پړاوونه د ویډیو کنفرانس   له لارې او د الجزایر له سفارتونو، قونسلګریو او بهرنیو دیپلوماتیکو استازولیو څخه په آنلاین بڼه  ترسره شول. دا بهیر د نړیوالو قاضیانو  د یوې کمېټې تر څار لاندې وو چې پکې څلور قاضیان له الجزایر، یو له سورئې او بل له عمان څخه شامل وو.

د دغو سیالیو مقدماتي پړاو د مرغومي د میاشتې  (دي) تر ۱۰  پورې دوام وکړ او په ترڅ کې ئې ۲۰ تنه له بېلابېلو هېوادونو څخه د وروستي پړاو لپاره وټاکل شول. وروستی پړاو د «اسراء او معراج» د مبارکې پېښې په مناسبت ترسره کېږي.

https://iqna.ir/fa/news/4327061

captcha