
ایکنانیوز د «الامه» په حواله راپور راکړی، په هندوستان کې مسیحي او مسلمان اقلیتونه له ډېر سخت وضعیت سره مخ دي او پر هغوی تاوتریخوالی په پرلهپسې او سیستماتیک ډول زیاتېږي. دا وضعیت د دې پوښتنې سبب ګرځي چې ایا هند کولی شي خپل سیکولر نظام وساتي که نه.
په راپور کې ویل شوي چې د مودي په مشرۍ د بهاراتیا جنتا ګوند (BJP) حکومت د مذهب او قومیت پر بنسټ توپیري سیاستونه عملي کوي او د اقلیتونو د ساتنې لپاره ئې هېڅ اغېزمن اقدام نه دی کړی.
دا راپور ښئي چې د مسلمانانو او مسیحیانو پر وړاندې د ژوند په ټولو ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي برخو کې مخ پر زیاتېدو توپیر شتون لري، چې پکې د استوګنې، کارموندنې، زدهکړې او د رایې حق توپیر شامل دی.
په راپور کې همدارنګه ټینګار شوی چې هندوتوا، چې یو هندو ملتپال غورځنګ دی او د هند لپاره د خالص هندو هویت تبلیغ کوي، د اقلیتونو پر وړاندې د تاوتریخوالي په زیاتېدو کې، په ځانګړي ډول د مسلمانانو او مسیحیانو پر ضد، مهم رول لري.
له ۲۰۱۴ کال راهیسې، چې مودي واک ته رسېدلی، دا غورځنګ چې د ځینو سیاسي ډلو او افراطي هندوتنظیمونو له ملاتړ څخه برخمن دی، په هندي ټولنې کې لا زیات نفوذ ئې موندلی او د اقلیتونو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې یې زیاتې کړې دي.
په راپور کې د هند د مسیحیانو کړاو ته هم اشاره شوې، چې د ټول نفوس شاوخوا ۲.۳ سلنه جوړوي. یوازې په ۲۰۱۵ کال کې، په دې هېواد کې د مسیحیانو پر وړاندې نږدې ۷۰۶ د تاوتریخوالي پېښې ثبت شوې، چې پکې پر کلیساوو بریدونه او د کرېسمس د نښو ویجاړول شامل دي.
دا پېښې د فدرالي حکومت د رسمي چوپتیا تر سیوري لاندې رامنځته شوې دي، چې دا د مذهبي اقلیتونو په ساتنه کې د چارواکو د پاتې راتلو نښه ده.
همدارنګه، د دین د تبلیغ ضد قوانین چې د هند په ځینو ایالتونو کې پلي کېږي، په داسې بڼه تطبیق شوي چې د مسیحي اقلیتونو پر وړاندې تبعیض رامنځته کوي او پر دغو مذهبي ډلو فشار لا زیاتوي.
راپور د هند پر نړیوال اعتبار د نرندرا مودي د حکومت د سیاستونو اغېز هم روښانه کړی او ټینګار ئې کړی چې د مودي له واک ته رسېدو راهیسې، هند د بشري حقونو د وضعیت، په ځانګړي ډول د اقلیتونو د حقونو په برخه کې، د نړیوالې ټولنې له زیاتېدونکو نیوکو سره مخ شوی دی. دا وضعیت کولی شي د نړۍ د سترې ډیموکراسۍ په توګه د هند اعتبار ته زیان ورسوي او د ډیموکراتیکو ارزښتونو او بشري حقونو د ساتنې په برخه کې یې باور کمزوری کړي.
https://iqna.ir/fa/news/4326980