
ایکنانیوز د ایران د کلتور او اسلامي ارشاد د وزارت د قرآن او عترت د عالي مرکز د عامه اړیکو او خبرتیا د دفتر په حواله راپور راکړی، د قرآن کریم نړیوال نندارتون د خپل درې دېرشم پړاو د نږدې کېدو په درشل کې، د دې بهیر د رسمي شعار د ټاکلو لپاره یوه بلنه او خبرتیا خپره کړې ده.
د دې بلنې له مخې، مینهوال کولای شي له ټاکل شوو ۸ شعارونو څخه د خپلې خوښې شعار ته په رایه ورکولو سره، د نندارتون د شعار په ټاکلو کې ګډون وکړي.
وړاندیز شوي شعارونه:
۱ ـ آیتونه تا ته دعوت درکوي
۲ ـ د آیتونو پوهه، د لوړو څوکو فتح
۳ ـ قرآن او عترت؛ د یووالي چورلیز
۴ ـ له قرآن سره تر آسمانه
۵ ـ قرآن، د ویښولو یا بیدارولو کتاب
۶ ـ قرآن د ژوند او هیلې سرچینه
۷ ـ مونږ او قرآن
۸ ـ له آیت څخه تر آئینې یا تر هیندارې پورې، په څير شعارونه ټاکل شوي دي
د ګډون وروستۍ نېټه د مرغومي یا جدې (دي) میاشتې ۲۰ اعلان شوې ده. مینهوال کولای شي د نظرپوښتنې په موخه دې پتې ته مراجعه وکړي:
www.iqfa.ir
تر ارزونې او ټاکنې وروسته به غوره شعار د قرآن کریم د درې دېرشم نړیوال نندارتون د رسمي شعار په توګه معرفي شي، او د پَچې له لارې به ۱۰ ګډونوالو ته ارزښتمنې ډالۍ ورکړل شي.
https://iqna.ir/fa/news/4327232