
ایکنا نیوز د «الامه» په حواله راپور راکوي، سابیر بهاتیا، چې د Hotmail له بنسټګرو څخه دی، نریندرا مودي ته یو پرانیستی لیک ولیکه او پکې ئې په هند کې د هویتمحوره توکمپالنې او تاوتریخوالي د زیاتوالي په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړه، په ځانګړي ډول د مسلمانانو، دالیتانو، مسیحیانو او د هند د شمال ختیځو سیمو د خلکو پر وړاندې.
بهاتیا په خپل لیک کې د انجل چاکما د وژل کېدو یادونه کړې ده؛ هغه ۲۴ کلن د MBA محصیل چې د تریپورا صوبې اوسېدونکی و او د دهرادون په ښار کې د توکمیزې ښکارندې له امله په یوې شخړې کې ووژل شو.
هغه دا پېښه «د هند د روح لپاره یوه غمیزه» وبلله او ټینګار ئې وکړ چې چاکما یوازې د خپل ظاهري توپیر له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.
بهاتیا په لیک کې دا هم ویلي چې د هند د شمال ختیځ اوسېدونکي، سره له دې چې د هویت، تاریخ او احساس له پلوه په بشپړ ډول د هند برخه دي، له اوږدې مودې راهیسې د توکمپالنې له بریدونو سره مخ دي.
هغه په وروستیو میاشتو کې د لږکیو پر وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتوالي په یادولو سره، د چاکما وژنه داسې پېښه وبلله چې د هېواد د ژور ټولنیز بېانډوله حالت څرګندونه کوي.
بهاتیا له لومړي وزیر څخه وغوښتل چې د توکمپالنې پر وړاندې د مبارزې لپاره عملي ګامونه پورته کړي، چې پکې د نفرتخورولو او ډلهییز تاوتریخوالي د غندنې لپاره د یوه ملي بیان خپرول او د چاکما د وژنې په اړه د شفافو پلټنو ډاډمن کول شامل دي.
هغه همدارنګه د ټول هېواد په کچه د پوهاوي د پروګرامونو د پیل غوښتنه وکړه، تر څو ملي یووالی پیاوړی شي او د هند بنسټیز ارزښتونه چې پر ډولوالي او متقابل درناوي ولاړ دي، ژور کړل شي.
بهاتیا د خپل پیغام په پای کې له هندي لومړي وزیره څخه وغوښتل چې له دې بحران سره په رښتینولۍ او زړورتیا مقابله وکړي او ټینګار یې وکړ چې د تنوع شتون باید په هغه هېواد کې د تاوتریخوالي لامل نه شي چې د نړیوال مشرتابه خوبونه لري.
https://iqna.ir/fa/news/4327432