IQNA

په مصر کې د «امام طیب» د قرآني مدرسې نوې څانګه پرانیستل شوه

12:51 - January 08, 2026
د خبر لمبر: 3492285
ایکنا - د قرآن کریم د حفظ او قرائت د «امام طیب» مدرسې نوې څانګه د مصر په الازهر پوهنتون کې د غیر عربي‌ژبو لپاره د عربي ژبې د زده‌کړې په مرکز کې پرانیستل شوه.

 ایکنانیوزد «صدی البلد» په حواله راپور راکړی، دا مدرسه د نهله الصعیدي په شتون کې پرانیستل شوه. نوموړې د بهرنیو محصلینو په چارو کې د الازهر د شیخ سلاکاره، او همدارنګه د الازهر د غیر عربي ژبو  او بهرنیو محصلینو د تعلیمي پراختیا د مرکز مشره ده. دا پرانیسته د «الشبيني» د پخوانۍ مدرسې په ودانۍ کې وشوه، هغه ودانۍ چې اوس د غیر عربي‌ژبو لپاره د عربي ژبې د زده‌کړې په مرکز بدله شوې ده.

دا نوې څانګه په  مدرسې کې د نامو د ثبتونکو محصلینو د زیاتوالي او د هغوی د دې لېوالتیا له امله پرانیستل شوې چې د قرآن کریم د حفظ او تلاوت په کړیو او پروګرامونو کې ګډون وکړي.

نهله الصعیدي په دې اړه وویل: د امام طیب مدرسه د الازهر له مخکښو قرآني پروژو څخه ده چې د قرآن حفظ، د قرآني علومو خپرولو او د قرآن د ښوونو د دودولو په برخې کې په بهرنیو محصلینو کې  مهم رول لري، او د اسلامي منځلاریتوب د پیاوړتیا ترڅنګ د محصیلینو علمي، اخلاقي او چلندي وده تضمینوي.

هغې زیاته کړه: دا مدرسه یوازې د قرآن حفظ ته ځانګړې نه ده، بلکې د تلاوت د قواعدو پر مهارت، د قرآني معناؤ پر تدبر او د قرآني علومو   پېژندنې ته هم ځانګړې پاملرنه کوي. دغه راز، بهرنیو محصلینو ته د قرآن کریم او د هغه د علومو د تدریس بېلابېل مهارتونه ورزده کوي او هغوی د دې لپاره چمتو کوي چې خپلو هېوادونو ته د الازهر د اعتدال‌پالنې نړیوال پیغام ولېږدوي،  څو د مینځلاریتوب سفیران واوسي.

الصعیدي ټینګار وکړ: د امام الطیب د قرآني مدرسې د څانګو پراختیا د الازهر د شیخ احمد الطیب، د لارښوونو پر بنسټ ترسره کېږي، چې پکې پر محصلینو د ګټورو علومو د زده‌کړې اړتیا، له قرآن سره د هغوی نښلول، او د داسې پیاوړو شخصیتونو روزنه شامله ده چې د ناسم او ورانوونکو افکارو پر وړاندې د درېدو وړتیا ولري.

https://iqna.ir/fa/news/4327495

captcha