IQNA

پاپ د نړۍ په کچه د جګړې د پراخېدو په اړه خبرداری ورکړ

15:21 - January 10, 2026
د خبر لمبر: 3492293
ایکنا – د کاتولیکانوستر پاپ څوارلسم لیئو د نړۍ په کچه د جګړو د بیا خپرېدو په اړه خبرداری ورکړ او همدارنګه ئې په نړۍ کې د خپرو شویو غیراخلاقي چلندونو غندنه وکړه.

  ایکنانیوز  د سي‌اېن‌اېن په حواله راپور راکوي، پاپ لېو څوارلسم د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له‌خوا د نړیوالو قوانینو خلاف او خپل‌سري اقداماتو ته په اشارېسره چې پکې پر وینزویلا پوځي یرغل او د یوه خپلواکه هېواد د ولسمشر د تښتولو هڅه شامله وه،د نړۍ په کچه د جګړې د بیا رامینځته کېدو په اړه خبرداری ورکړ او همدارنګه ئې په نړۍ کې د پراخو شویو غیراخلاقي کړنو غندنه وکړه.

دغې امریکائي رسنۍ ویلي دي: پاپ په یوه اوږده وینا کې، چې بېلابېلې موضوعګانې ئې رانغاړلې، د سقط جنین او همدارنګه د ځان‌خوښې مرګ (اوتانیزیا – هغه طریقه چې په سویس کې د ناروغانو ترمنځ دود ده) هم وغندله.

نوموړي په همدې حال کې په لوېدیځو هېوادونو کې د «بیان ازادۍ» د له منځه تلو په اړه هم خبرداری ورکړ.

سي‌اېن‌اېن راپور ورکړی: د پاپ د وینا یوه مهمه ځانګړنه دا وه چې هغه په انګریزي ژبه خبرې وکړې، څو د نړۍ په کچه پراخ مخاطبینو ته خطاب وکړئ شي.

د امریکا له‌خوا پر وینزویلا د پوځي یرغل او د دغه هېواد د ولسمشر نیکولاس مادورو له تښتولو وروسته، پاپ لېو څوارلسم د وینزویلا د خپلواکۍ او ملي حاکمیت په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړه.

پاپ لېو څوارلسم، چې د واتیکان په تاریخ کې لومړنی امریکائي پاپ بلل کېږي، د ۱۴۰۴ لمریز کال د مرغومي میاشتې په ۱۴  نېټه (یکشنبه) د سنت‌پیټر په میدان کې د خپلې اوونیزې دعا پر مهال وویل: وینزویلا باید د یوه خپلواکه هېواد په توګه پاتې شي.

هغه ټینګار وکړ چې د امریکا له‌خوا د مادورو تر نسکورېدو وروسته پېښې له ژورې اندېښنې سره تعقیبوي.

هغه زیاته کړه: د تاوتریخوالي د له منځه وړلو او د عدالت او سولې پر لور د حرکت په برخه کې باید ځنډ ونه شي، په داسې حال کې چې د هېواد حاکمیت او خپلواکي تضمین شي.

https://iqna.ir/fa/news/4327910

captcha