
ایکنا نیوز د اوقافو وزارت د برېښنايي پاڼې له قوله راپور راکړی،د رسول اکرم ﷺ د اسراء او معراج د معجزې په اړه یو مفصل بیان خپور کړ او پکې ئې ټینګار وکړ چې دا معجزه د هجرت څخه مخکې واقع شوې ده؛ داسې چې رسول اکرم ﷺ د مکې مکرمې له مسجدالحرام څخه د بیتالمقدس په فلسطین کې مسجدالاقصی ته یووړل شو،او وروسته د لوړو اسمانونو پر لور تر سدرةالمنتهی پورې عروج ورکړل شو،هغه ځای ته چې تر هغه مخکې هېڅ مرسل پېغمبر او نه هم کومه مقربه فرښته رسېدلې وه.
وزارت زیاته کړه چې د اسراء او معراج شپه د اسلامي رسالت یوه برخلیک ټاکونکې مرحله وه؛ ځکه په همدې شپه د امت لپاره پنځه وخته لمونځ فرض کړی شو، څو د ورځې او شپې یو دوامداره عبادت وګرځي.
د قرآن او روایتونو په هنداره کې اسراء او معراج
وزارت زیاته کړه چې د اسراء او معراج معجزه د قرآن کریم، د رسول اکرم ﷺ د سنت او د علماوو د اجماع له مخې په قطعي ډول ثابته ده. په همدې لړ کې ئې د اسراء سورې په دې آیت استناد وکړ:
«سُبْحَانَ الَّذِی أَسْرَی بِعَبْدِهِ لَیْلًا مِّنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ إِلَی الْمَسْجِدِ الْأَقْصَی الَّذِی بَارَکْنَا حَوْلَهُ لِنُرِیَهُ مِنْ آیَاتِنَا ۚ إِنَّهُ هُوَ السَّمِیعُ الْبَصِیرُ»
او همدارنګه ئې د نجم سورې هغو آیتونو ته اشاره وکړه چې د معراج جزییات بیانوي:
«وَلَقَدْ رَآهُ نَزْلَةً أُخْرَیٰ عِندَ سِدْرَةِ الْمُنتَهَیٰ عِندَهَا جَنَّةُ الْمَأْوَیٰ…»
ددغه وزارت په بیانې کې وئيل شوي دي چې دا آیتونه د دې څرګندونه کوي چې معراج د رسول اکرم ﷺ له جسم او روح سره ترسره شوی، نه دا چې یوازې په خوب کې لیدل شوی وي.
په دوام کې، د اوقافو وزارت د انس بن مالکؓ لهخوا په نقل شوي صحیح حدیث باندې په استناد سره یادونه وکړه چې دا معجزه د رسول اکرم ﷺ له جسم او روح سره په یو وخت کې ترسره شوه. د روایت له مخې، رسول اکرم ﷺ پر «بُراق» سپور شو؛ یو سپین رنګه اسپ چې له خره لوي او له اوښه کوچنی و، هغه ئې په مسجدالاقصی کې وتاړه، دوه رکعته لمونځ ئې وکړ، او وروسته د حضرت جبرئیل علیهالسلام په ملتیا آسمانونو ته وخوت.
وزارت همدارنګه وویل چې د اسراء او معراج بېلابېل حکمتونه لري، له هغې جملې څخه:
د خداي تعالی په نزد د رسول اکرم ﷺ د لوړ مقام څرګندول،
د «عام الحزن» وروسته د غم کمول—هغه کال چې پکې ئې تره (آکا)حضرت ابوطالب او مېرمن حضرت خدیجهؓ له لاسه ورکړل،
د رښتینو مؤمنانو له کمزورو ایمان لرونکو کسانو څخه بېلول،
د پخوانیو امتونو د ثواب او عذاب ښودل،
پر نورو رسالتونو د اسلام د رسالت د برلاسي ثابتول،
او امت ته د سمې او خلوص ډکه عبادت، په ځانګړې توګه د لمانځه د اهمیت لارښوونه.
په پاي کې، د اوقافو وزارت ټینګار وکړ چې اسراء او معراج د مسلمانانو لپاره یوه ستره او بېسارې معجزه ده؛ د الهي قدرت نښه او پر رسول اکرم ﷺ او د هغه پر امت د خدای تعالی د ستر فضل څرګندونه ده. دا معجزه د قرآن، سنت او د مسلمانانو د اجماع له مخې ثابته ده او د اسلام د دین د بنسټونو د ټینګښت یوه محوري مرحله بلل کېږي.
د مصر د اوقافو وزارت دا بیان د اسراء او معراج د شپې د کلیزې په مناسبت خپور کړی، چې د یوې روایت له مخې د رجب د میاشتې په ۱۷مه واقع شوې ده. د معراج د ورځې د ټاکلو په اړه نور اقوال دا دي:
له هجرت څخه ۱۲ کاله مخکې د رمضان د میاشتې په ۱۷مه،
له هجرت څخه مخکې د ربیعالاول په ۱۷مه،
له هجرت څخه مخکې د رجب ۱۷مه،
له بعثت څخه ۵ کاله مخکې د رمضان د میاشتې په ۱۷مه،
د رمضان المبارک په ۲۷مه،
او د ذوالحجې په ۹مه.
https://iqna.ir/fa/news/4327968