
ایکنانیوز د پارسټوډي فارسی څانګې له قوله راپور راکړ، د ایران دولس له خوا نن د بلواګرو او وسلوالو ترهګرو د کړنو د غندنې په موخه میلیوني لاریونونه په سلګونو ښارونو کې روان دي.
له څو ورځو راهیسې د ایران په ځینو سیمو کې د اقتصادي وضعیت پر ضد ځینې غونډې او اعتراضونه ترسره شوي وو، خو پر پرَدیو پورې اړونده ترهګرو د دغو غونډو او اعتراضونو په مینځ کې نفوذ وکړ او په دغه هېواد کې ئې د ګډوډۍ، بلوا، اړئ ګړئ او ناامنۍ رامنځته کولو هڅې پیل کړې.

د ایران د شمال مازندران ولایت پشمول په لسګونو ولایتونو کې خلکو د بلواګرو او ترهګرو ډلو د جنایتونو پر وړاندې خپله کرکه وښودله، ناامني او د حکومتي او شخصي شتمنیو ویجاړول ئې په سخته وغندل او ټینګار ئې وکړ چې خپله لاره له دغو کسانو جلا ګڼي. هغوی د حماسي شعارونو په ورکولو سره د شهیدانو د لارې د دوام او د هر هغه څه پر وړاندې په کلکې درېدا ټینګار وکړ چې د ایران د هېواد او د اسلامي جمهوري نظام بنسټونو ته زیان رسوي. دوي په زغرده د خپل ټاټوبی او خپل نظام او رهبرۍ د بشپړ ملاتړ په اعلانولو سره روښانه کړې ده چې هیڅکله به ترهه ګرو او پيّلو او غولیدلو کسانو ته اجازت ورنکړي چې نوره په هیواد کې اړئ ګړئ جوړه کړي او له پوځي او امنیتی ځواکونه سره به په دې اړه بشپړ ملګرتیا او همغږي وکړي.


https://parstoday.ir/fa/iran-i33916