IQNA

د هېواد قرآني ټولنه د قرآن د حکم له مخې د محاربو ترهګرو لپاره د تر ټولو سختې سزا غوښتنه کوي

13:58 - January 13, 2026
د خبر لمبر: 3492307
ایکنا – په ایران کې د وروستیو ګډوډیو او ترهګریزو پېښو په غبرګون کې د هېواد د قرآني ټولنې د اعلامیې په یوې برخې کې راغلي دي؛د هېواد قرآني ټولنه د امنیت ساتونکو سرښندونکو ځواکونو څخه د مننې ترڅنګ، له قضائیه قوې څخه غوښتنه کوي چې ګډوډوونکي او محارب او مفسد ترهګر د قرآن کریم د حکم له مخې په تر ټولو سخت ډول سزا کړي.

ایکنانیوز رآپور راکړ، په ایران کې د وروستیو ګډوډیو او ترهګریزو پېښو په غبرګون کې د هېواد د قرآني ټولنې د اعلامیې په یوې برخې کې راغلي دي؛د هېواد قرآني ټولنه د امنیت ساتونکو سرښندونکو ځواکونو څخه د مننې ترڅنګ، له قضائیه قوې څخه غوښتنه کوي چې ګډوډوونکي او محارب او مفسد ترهګر د قرآن کریم د حکم له مخې په تر ټولو سخت ډول سزا کړي. همدارنګه له محترم ولسمشر څخه چې ښې چارې یې پیل کړې دي، غوښتنه کېږي چې په کورنیو ظرفیتونو او په ولسي ملاتړ باندې په تکیې کولو سره، دې د خلکو د معیشتي ستونزو د حل لپاره لا ډېرې جدي هڅې وکړي.

د ایران د قرآني ټولنې اعلامیه

د ایکنانیوز  د راپور له مخې، د ایران د قرآني ټولنې د اعلامیې بشپړ متن په دې ډول دی:

بِسْمِ اللهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ

«بِسمِ اللهِ الرَّحمنِ الرَّحيمِ

يُريدونَ لِيُطفِئوا نورَ اللهِ بِاَفواهِهِم وَ اللهُ مُتِمُّ نورِه‌ وَ لَو كَرِهَ الكافِرونَ (سوره صف / آیه ۸)

د قرآن سوځول؛ چې د خداوند کلام دی، او د جومات سوځول؛ چې د خدای تعالی کور دی، او همدارنګه د بې‌ګناه خلکو او د دې ټاټوبی د امنیت د مدافعانو سوځول او وژل، په هغه هېواد کې چې د امام الزمان (اروحنا فداه) په نوم منسوب دی، د وروستیو پېښو له سترو مصیبتونو څخه دي، چې د ټولو انسانانو زړونه یې وسوځول او باید پرې د وینو اوښکې تویې شي …

دا وحشي،ځيږ، غیرانساني او وېرونکی عمل چې په هېڅ  کړچار، مکتب او دین کې د منلو وړ نه دی، د امریکا د جنایتکار حکومت او د وحشي صهیونیسټي اسرائیلو د ښکاره ملاتړ او پلانونې یو روښانه سند دی.

دوي نه پوهېږي چې قرآن نور دی؛ روښانه نور. نه مړکېږي که هر څومره پرې پوو وکړي، او نه سوځي که هر څومره یې پاڼو ته  اور  واچوي.

جمهوری اسلامی ایران

د ایران اسلامي جمهوریتاو د ایران اسلامي نظام د همدې نور انعکاس دی؛ داسې نظام چې د ولایت فقیه له ستر مقام څخه ملاتړ اخلي؛ داسې فقیه چې پر خلکو ایمان او باور لري او د شریعت په چوکاټ کې د هغوی رأیه او سلیقه په رسمیت پېژني، هیڅکله ئې ناامیده نه کوي او  احتمالي پایلې ئې پخپله غاړه اخلي؛ او په مقابل کې خلک هم، له هر ډول سلیقې سره، ورسره مینه او عشق لري او د هغوی د زړونو ژبه دا ده:

هزار دشمنم ار می‌­کنند قصد هلاک           گرم تو دوستی از دشمنان ندارم باک

یعني ؛

که زر دښمنان مې د هلاکت نیت وکړي..........خو ستا د دوستۍ په شتون کې له دښمنانو هېڅ ویره نه لرم

دا سپېڅلی نظام تل له ډول ډول فتنو  سره لاس او ګریوان دی ، او د  خداي په فضل او د دینی معظم رهبر د حکیمانه لارښوونو په برکت، له ټولو څخه په سلامتۍ سره تیر شوی دی، او دا ځل به هم هغه ستره فتنه او ګډوډي چې ناپاکو بهرنیو دښمنانو د کورنیو بې‌وطنه لنډيغَرو په لاس ئې رامنځته کړې ده، د تل لپاره شنډه کړي.

د هېواد قرآني ټولنه د امنیت ساتونکو سرښندونکو ځواکونو څخه د مننې ترڅنګ، له قضائیې قوې څخه غوښتنه کوي چې ګډوډوونکي او محارب او مفسد ترهګر د قرآن کریم د حکم له مخې په تر ټولو سخت ډول مجازات کړي.

همدارنګه له محترم ولسمشر څخه چې ښې چارې یې پیل کړې دي، غوښتنه کېږي چې د کورنیو ظرفیتونو او د ولسي ملاتړ باندې په تکیې کولو سره، دې د خلکو د معیشتي تنګڅې د لیرې کولو لپاره لا ډېرې هڅې وکړي.

د ایران د اسلامی جمهوریت  قرآنی ټولنه

https://iqna.ir/fa/news/4328212

captcha