IQNA

د وروستیو ارزونو په بشپړېدو پسې به د حج لپاره دقرآني کاروان نامې اعلان شي

6:28 - January 14, 2026
د خبر لمبر: 3492310
ایکنا - د قرآن د قاریانو د ارزونې ازموینه د «نور قرآني کاروان» د غړیتوب لپاره، چې د ۱۴۰۵ لمریز کال د حج تمتع لپاره لېږل کېږي، د تېرې اوونۍ په وروستیو کې د اوقافو او خیریه چارو د ادارې  د قرآني چارو په مرکز کې ترسره شوه او پایلې به ئې په وروستۍ جمع‌بندۍپسې اعلان شي.

د ایکنا د راپور له مخې، د قرآن کریم د قاریانو د ارزونې آزموینه د «نور قرآني کاروان» د غړیتوب لپاره، چې د ۱۴۰۵ کال د حج تمتع لپاره ټاکل شوی، د تېرې اوونۍ په وروستیو کې ترسره شوه

دا ازموینه د ارزونې د کارپوهانو په شتون  کې ترسره شوه، چې پکې د قاریانو هغه ویډیوئي فایلونه وکتل شول چې تر دې وړاندې ثبت شوي وو.

د قاریانو د لیږد  کمېټې غړي علي صالحي‌متین د کاروان د غړو د نومونو د اعلان د وخت په اړه وویل: تېرې اوونۍ ترسره شوې ارزونې د کاروان د غړو د ټاکلو په موخې سره وې  او دا ارزونه د «تحقیق قرائت» په برخې کې ترسره شوه. لا هم د قاریانو د «ترتیل قرائت» ارزونه پاتې ده،  څو د کاروان د وروستیو غړو د ټاکلو لپاره وروستۍ جمع‌بندي ترسره شي.

هغه زیاته کړه: د تل په څېر، د دغې ازموینې د ترسره کولو او همدارنګه له لیږد  څخه مخکې د دغې ډلې د غړو لپاره د توجیهی ناستو د منظمونې  مسؤلیت د اوقافو او خیریه چارو د  ادارې  د قرآني چارو د مرکز پر غاړه دی، او د قرآني چارو د  عالي شورا او د لیږد  کمېټي هم په دې بهیر کې ملګرتیا کوي..

صالحي‌متین په پاي کې ټینګار وکړ: په عمومي ډول، د قاریانو د پېژندنې له پړاو څخه د هغوی د قرائت د ارزونې تر بشپړېدو او د وروستي انتخاب تر مرحلې پورې، کابو درې میاشتنی بهیر ترسره کېږي. د قاریانو تر څنګ، له معرفي شویو کسانو څخه به یو تن د ټول قرآن حافظ او همدارنګه د مداحئ یوه ډله هم د کاروان د غړیتوب لپاره وټاکل شي.

https://iqna.ir/fa/news/4328001

captcha