IQNA

د ایران شجاع ملت په وحدت او یووالی سره د امریکایی فتنې ملا ماته کړه

15:41 - January 17, 2026
د خبر لمبر: 3492321
ایکنا - د اسلامی انقلاب اسلامي معظم لارښود  د مبعث نیکمرغه  اختر په مناسبت  له زرګونو کسانو سره په کتنې کې، د اسلام د عظیم ظرفیت په اړه چې د اسلامي تمدن په څېر یو نوبدلون  د نړۍ په ټولنې کې رامنځته کړي، د جاهلیت، ظلم، زور، ترس او استکبار په حالاتو کې د خلکو د اصلاح او نجات  په باب ئې وینا وکړه  او  د وروستي فتنې اړخونه او د هغو پلانونکو او لسمؤونکو په مقابل کې چې دا امریکائي فتنه ئې رامنځته کړې وه، د اسلامي جمهوریت دریځ بیان کړ، د مرغومې د میاشتې د ۲۲ نیټې  په تاریخي ورځ ئې د ایران دملت د حماسی حرکت په ستایلو سره ټينګار وکړ، د ایران ملت د قتنې ملا ماته کړه ، البته باید  ددغې فتنې ماهیّت او اهداف  او روزل شوي  غولیدلي عوامل باید وپيژندل شي.

ایکنا نیوز راپور راکړ، د اسلامی انقلاب اسلامي معظم لارښود  د مبعث نیکمرغه  اختر په مناسبت  له زرګونو کسانو سره په کتنې کې، د اسلام د عظیم ظرفیت په اړه چې د اسلامي تمدن په څېر یو نوبدلون  د نړۍ په ټولنې کې رامنځته کړي، د جاهلیت، ظلم، زور، ترس او استکبار په حالاتو کې د خلکو د اصلاح او نجات  په باب ئې وینا وکړه  او  د وروستي فتنې اړخونه او د هغو پلانونکو او لسمؤونکو په مقابل کې چې دا امریکائي فتنه ئې رامنځته کړې وه، د اسلامي جمهوریت دریځ بیان کړ، د مرغومې د میاشتې د ۲۲ نیټې  په تاریخي ورځ ئې د ایران دملت د حماسی حرکت په ستایلو سره ټينګار وکړ، د ایران ملت د قتنې ملا ماته کړه ، البته باید  ددغې فتنې ماهیّت او اهداف  او روزل شوي  غولیدلي عوامل باید وپيژندل شي.

د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آیت‌ا....خامنه‌ای په دې په ټینګار سره چې وروستی فتنه یوه امریکایي فتنه وه، وفرمایل: "مونږ د امریکا ولسمشر د هغو تاوانونو، زیانونو او هغو تورونو په دلیل  چې د ایران پر ملت ئې ولګول، مجرم ګڼو.

حضرت آیت‌ا... خامنه‌ای د بشریت لپاره د تاریخ د ترټولو مهم نیکمرغه اختریعنی د  مبعث  اختر په مناسبت د "ملت ایران،  اسلامي امت او ټولو ازادي‌خوښو نړۍ" ته مبارکي وویله او د اسلام عظیم پیغمبر (ص) مبعث  ئې د قرآن تولد، دبشپړ بشر دروزنې  له الهي پروګرام څخه د انسان د پوهې، د اسلامي تمدن پیل او د عدل،  انصاف  او برابرئ د  بیرغ پورته کیدل  وبلل  او وې فرمآئيل؛ البته د مبعث فضائل در ک کول  زمونږ له توان څخه لوړ دي او باید د امیرالمؤمنین (ع) له ژبې څرګند شي او د نهج‌البلاغې په مطالعې کولو څخه ورباندې پوهه  شو."

حضرت آیت‌الله خامنه‌ای د قرآن د آیت «وَ لا تَهِنوا وَ لا تَحزَنوا وَ اَنتُمُ الاَعلَونَ اِن کُنتُم مُؤمِنین» په استناد سره وویل: "د مسلمانانو لپاره د بشریت د نجات وړتیا د ابوذر په شان  په ایمان پورې تړلې ده؛ البته د ایران په اسلامي جمهوریت کې مونږ داسې انسانان لرو چې د ابوذر په څېر ایماني ځانګړتیاوې لري، که هغه نامتو شهیدان وي یا حتی ناپېژندل شوي شهیدان، خو مهمه دا ده چې داسې ایمان باید پخ ټولې ټولنې کې  خپور شي."

د اسلامی انقلاب معظم رهبر په خپلو خبرو کې د وروستئ فتنې په اړه چې خلکو ته یې ډير تکلیفونه او زیانونه ورسول، وویل: "دا فتنه د الهي توفیق په مرسته او د 'ملت، مسئولانو او کارپوهو مأمورانو' په هڅو  او زیار سره  خاموشه شوه، خو باید پوهه شو چې د دې فتنې ماهیت څه و او ولې رامنځته شوه؟ د دې فتنې اجزا څه وو اوددښمن په وړاندې به  زمونږ چلند  څنګه وی ؟"

حضرت آیت‌ا.... خامنه‌ای د فتنې ماهیت امریکائي وباله او په دې اړه ئې وویل: "د امریکا هدف او دوامداره سیاست   او  هغه هم نه یوازې د اوسني ولسمشر ،د ایران نغرَل  او د خپلې پوځي، سیاسي او اقتصادي واکمنۍ بیرته ستنَولّ دي؛ ځکه چې داسې یو هېواد چې پراخې سیمې، لوی ولسي او علمي پرمختګونه لري، او په داسې یو حساس جغرافیائي موقعیت کې واقع  وی، د امریکا لپاره د زغم وړ نه دی.

https://iqna.ir/fa/news/4328889

captcha