IQNA

په بیرمنګهم کې بلواگرو پر اسلامي مرکز برید کړی

10:34 - January 19, 2026
د خبر لمبر: 3492328
ایکنا - د انګلستان د بیرمنګهم ښار په امام رضا (ع) اسلامي مرکز  یو شمېر بلواګرو چې د انګلستان،صهیونیسټي رژيم او پهلوي رژیم بیرغونه ئې پورته کړي وو،یرغل کړی.

د ایکنا نیوز د راپور له مخې، په داسې حال کې چې په انګلستان کې پر اسلامي مرکزونو بریدونه لا هم دوام لري، یو شمېر کسانو چې د صهیونیسټي رژیم، د پهلوي رژیم او د انګلستان بیرغونه ئې په لاس کې لرل، د بیرمنګهم ښار په امام رضا (ع) اسلامي مرکز ئې برید وکړ او دغه اسلامی مرکز ته ئې یولړ مالي زیانونه ورسول.

په همدې وخت کې، سره له دې چې په ایران کې فتنې او ګډوډۍ ورو ورو پای ته رسېدلې دي او نړیوالو رسنیو د ایران د خلکو د عادي ژوند د بېرته پيلیدا په اړه راپورونه خپره کړي، بهر مېشتي  انقلاب ضده ډلو ټپلو د خپلو غیرقانوني فعالیتونو په زیاتولو سره یو ځل بیا خپلې تاوتریخجنې څېرې ښکاره کړې دي؛ تر دې چې د لندن د پولیسو د راپور له مخې، ۱۴ تنه د عامه نظم د ګډوډولو په تړاو نیول هم شوي دي.

په لویدیځ کې سیستماتیک ایراني‌ضدي، اسلام‌ضد او له اسلامه د ‌وېرونې پروسه هېڅ پایله نه لري،له کرکې خپرولو او له ښکاره تاوتریخوالي پرته. د دې وحشیانه برید دقیقې څېړنې او د پایلو اعلان د انګلستان د دولت عاجل مسئولیت دی.

البته، په انګلستان کې د بنسټیزې (سسټماټيکې ) توکم‌پالنې په اړه وروستي خپره شوي راپورونه هم دا موضوع لا پسې جدي او د فکر وړ ګڼي.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوه چې نړیوالو رسنیو په وروستیو شپو ورځو کې د ایران په ښارونو کې د نظم د سوکه سوکه بېرته آرامیدو خبر ورکړی، او د بازارونو د فعالیت دوام او په عامه فضا کې د خلکو د تګ راتګ عادي بهیر انځوریز راپورونه ئې خپره کړي دي؛ داسې بدلون چې ښکاري غولیدلي او غلیمانه نظرلرونکې ډلې ئې غوسه کړې دي او هغوی ئې په اروپا کې د قانون ماتولو او د خپل تاوتریخجن هویّت او خوي  د نندارې ته وړاندې کړی دی.

https://iqna.ir/fa/news/4328957

captcha