
ایکنانیوز د قطر خبري اژانس له قوله راپور راکړی، دا څانګه د «رفقاء» (ملګرو) تر نوم لاندې، د قطر خیریه بنسټ په ګډې ملګرتیا،په تیره بیا د هغو یتیمانو لپاره جوړه شوې چې د قطر خیریه بنسټ تر ملاتړ لاندې دي او د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې ژوند کوي.
د قطر خیریه بنسټ په یوه مطبوعاتي اعلامیې کې وئيلي دي د دې نوې څانګې زیاتېدل د اوقافو او اسلامي چارو وزارت او د قطر خیریه فاؤنډيشن ترمنځ د ملي ملګرتیا یوه بېلګه ده، هغه بنسټ چې د سیمې او نړۍ له سترو خیریه او بشري مؤسسو څخه شمېرل کېږي.
د دې اقدام موخه د یتیمانو پیاوړتیا، هغوی ته د نوو تربیتي او معنوي افقونو پرانیستل، او له هغو مهارتونو او وړتیاوو سره د هغوی بلدتیا ده چې د حفظ، تلاوت او تدبر له لارې د خداي تعالی له کتاب سره د دوی اړیکه ټینګه کړي.
په همدې لړ کې، د شیخ جاسم د قرآن سیالیو د تنظیم کمیټې مشر عبدالرحمن الجابر، وویل: دا نوې څانګه یوازې د نارینهوو لپاره ده او د یوه هراړخیز شپږ میاشتني پروګرام په چوکاټ کې به، د سیالیو د مسؤلینو په مستقیمې څارنې سره، د قطر خیریه بنسټ په ملاتړ او د دې بنسټ د دفترونو له لارې په لسګونو هېوادونو کې عملي شي.
هغه زیاته کړه: دا پروګرام به ډیر ښوونیز پړاوونه ولري چې ګډون کوونکو یتیمانو ته دا امکان ورکوي څو د قرآن د حفظ او تلاوت مهارتونه د قرآني چارو د متخصصینو د دوامدار تعقیبي پروګرامونو له لارې پیاوړي کړي.
په دغو سیالیو کې د غوره ګډونوالو لپاره ارزښتناک انعامونه هم په پام کې نیول شوي دي، او د قرآن بشپړ حفظ، د ۲۰ جزونو او سپارو حفظ او د ۱۰ سپارو یا جزونو حفظ به د سیالیو نورې څانګې وي.
https://iqna.ir/fa/news/4329014