IQNA

په ډيؤوس کې د د تیونس د پآرلیمان دپخواني مشر راشد الغنوشي د خوشې کېدو غوښتنه

13:08 - January 22, 2026
د خبر لمبر: 3492346
د بشري حقوقو په برخې کې فعالې یوې ادارې د ډیؤوس  اقتصادي فورم  دغونډې له ګډونوالو وغوښتل چې د تیونس د نیول شوي ولسي ولسمشر  راشد الغنوشي د ژوند د ژغورلو او د هغه د  خوشي کیدا د تضمین لپاره دې  هڅې وکړي.

 ایکنانیوز د العربی ۲۱ له قوله راپور راکړ، په جنیوا کې مېشت د شکنجې د قربانیانو ټولنې د ۲۰۲۶ کال د ډیؤوس د نړیوال اقتصادي فورم له ګډونوالو څخه یوه بیړنۍ غوښتنه وکړه او ترې ئې وغوښتل چې د تیونس  د سیاسي بندي شیخ راشد الغنوشي د ژوند د ژغورلو لپاره مداخله وکړي. نوموړی د تیونس د پارلمان د ۲۰۱۹ ـ ۲۰۲۴ کال پړاؤ  منتخب مشر  او دغه راز  د النهضه ګوند مشر دی او له زرو ورځو څخه زیات وخت کېږي چې په بند کې دی.

دا غوښتنه، چې د هېوادونو او حکومتونو مشرانو، د نړیوالو اورګانونو د  رهبرانو او د نړۍ د اقتصادي بنسټونو مسؤلانو ته متوجه وه، د سږني ټولنې  په مناسبت وړاندې شوه؛ داسې ټولنه چې د «د خبرو اترو روح» په عنوان سره  ترسره کېږي.

په دغې غوښتنه کې ویل شوي چې د الغنوشي د بند دوام په بنسټیز ډول له هغو ارزښتونو سره په ټکر کې دی چې د داووس غونډه  پر هماغو ولاړه ده.

یادې ټولنې په هغې اعلامیې کې، چې د دې ټولنې د مشر عبدالناصر نایت لیمن له خوا لاسلیک شوې، ټینګار کړی چې ۸۴ کلن راشد الغنوشي په داسې بند کې ساتل کېږي چې د بشري حقوقو له نړیوالو معیارونو سره په ټکر کې دی، او هغه محاکمې چې د ده د محکومیت لامل شوې دي، د عادلانه محاکمې تر ټولو اساسي تضمینونه پکې نه دي مراعات شوي.

په اعلامیې کې راغلي چې دا محاکمې، د ملګرو ملتو او نړیوالو بشري حقوقو  د ادارو  د راپورونو له مخې، د مدني او سیاسي حقوقو د نړیوال میثاق اساسي مادې، په ځانګړې توګه د خپلواکه او بې‌طرفه قضایي نظام پر وړاندې د عادلانه محاکمې حق، د بې‌ګناهۍ اصل، د دفاع حق او غیرسیاسي قضائي کړنلارې تر پښو لاندې کوي.

یادې ټولنې یو ډېر مهم تضاد ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې شیخ راشد الغنوشي پخوا د تیونس د ډیموکراتیک لېږد د یوه نړیوال مخکښ شخصیت او سمبول په توګه د ډيوؤس ټولنې ته بلل شوی و او د هغې په فکري او سیاسي بحثونو کې ئې ګډون کړی و.

د اعلامیې په بله برخه کې راغلي چې الغنوشي له هغو نامتو مفکرانو څخه دی چې د ډیموکراسۍ او اسلام ترمینځ د سوله ایز ګډ ژوند د مفهوم د رامنځته کولو په برخې کې ئې فعالیت کړی، او د هغه نیولل د خبرو اترو او کثرت‌پالنې ټولو پلویانو ته منفي پیغام لېږي.

دغه ټولنې خبرداری ورکړی چې په بوډاتوب کې د الغنوشي دوامدار بند، د آزادۍ په محدودیتونو کې د تناسب او اړتیا له اصولو سرغړونه ده او د زیات  عمر لرونکو د ساتنې، د انساني کرامت د حق د تضمین او د ظالمانه یا غیرانساني چلند د منعې اړوند نړیوال تعهداتو خلاف ورزي کوي.  

https://iqna.ir/fa/news/4329646

captcha