IQNA

په هند کې د واکمن ګوند د زهرجنو تبلیغاتو پر ضد د مسلمانانو سخت اعتراض

6:54 - February 02, 2026
د خبر لمبر: 3492397
ایکنا- د هندوستان د مسلمانانو د دفاع یوه بنسټ، د دغه هېواد واکمن ګوند د مسلمانانو ضده غلیمانه  ویناوو د سسټماټيک کولو په تور تورن کړ.

 ایکنا نیوز  د kmsnews په حواله راپور راکړ، د ټول هند د مسلمانانو د شخصي قوانینو بورډ (AIMPLB) د بهارتیا جنتا واکمن  ګوند (BJP) تورن کړ چې په سیستماتیک ډول د مسلمانانو پر ضد تبلیغات کوي او نفرت خپروي.

دغه بنسټ ویلي دي چې زهرجن  تبلیغات، د کرکې خپرول او پاروونکې څرګندونې د بهارتیا جنتا ګوند د مشرانو په عادي کړنلاره بدلې شوې دي.

د دې بورډ ویاند، سید قاسم رسول الیاس، په یوه توند او سخت بیان کې د آسام  صوبې  د وزیراعلی، هیمانتا بیسوا سارما، چې د BJP غړی دی، وروستۍ اسلام ضده څرګندونې وغندلې او له سترې محکمې ئې وغوښتل چې دې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي.

هغه وویل: د آسام، اوتاراکند او اوتار پردېش  اعلی وزیرانو  په پرله‌پسې او ښکاره ډول د مسلمانانو پر وړاندې کرکه، تعصب او دښمني څرګندوي.

قاسم رسول الیاس دا پوښتنه راپورته کړه: څنګه ممکنه ده چې یو څوک د وزیراعلی د دندې  له ترلاسه کولو مخکې د اساسي قانون د پابندۍ لوړه وکړي، خو بیا سپکوونکې څرګندونې وکړي او د یوې ځانګړې ټولنې پر ضد غیرقانوني لارښوونې صادرې کړي؟»

هغه همداراز د هند له سیکولرو سیاسي ګوندونو او د عدالت غوښتونکو وګړو څخه وغوښتل چې د بهارتیا جنتا ګوند د مشرانو د نفرت‌پراخونې کمپاین ته جدي پاملرنه وکړي.

د آسام وزیراعلی په یوه رسمي وینا کې له هندوانو وغوښتل چې د مسلمانانو ټولنه وځوروي، هغوی له ستونزو سره مخ کړي او له  صوبې ئې   وباسي.

هغه وویل چې د مسلمانانو ټولنې ځورول او هغوی اقتصادي ستونزو ته ټېل وهل «یوه دنده او مسؤلیت» دی.

نوموړي همداراز له هندوانو وغوښتل چې د ۷  شمېرې فورمه ډکه کړي، څو پنځه لکه مسلمانان له ټاکنیزو نوملړونو څخه لرې کړل شي.

https://iqna.ir/fa/news/4331602

captcha