ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان خبرواترو ته د امریکا دکرغیړن ولسمشر وړاندیز ته په اشارې سره خارجه وزارت ته د خبرواترو د زمینې د ارزولو و زمینه جوړولو فرمان ، د مناسبې فضا سره په شرط صادر کړ.

ایکنانیوز د ولسمشرئ د دفتر د اطلاع رسونې د څانګې له قوله راپور راکړ، د اسلامی ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د ایکس ټولنیز چینل پخپل اکاؤنټ کې لیلکي دي. خبرواترو لپاره د امریکا د ولسمشر وړاندیز ته د ځواب لپاره په سیمې کې د دوستو حکومتونو په غوښټې سره مو خارجه وزیر ته حکم ورکړی او د مناسبې فضا او له ګواښ او بې منطقه توقعاتو پرته د فضا د شتون په بڼه کې دې د عزت، حکمت او مصلحت په اساس د ملی ګټو په چوکاټ کې عادلانه او منصفانه خبرو اترو فضا برابره شي.
https://iqna.ir/fa/news/4332022