IQNA

له امام خامنه‌يي څخه د دینونو د پیروانو او د نړۍ د اندیشمندانو ملاتړ

11:59 - February 05, 2026
د خبر لمبر: 3492409
ایکنا–  له کابو شلو هیوادونو څنه د الهي دینونو په زرګونو پیروکارو، متفکرانو او نړیوالو فعالانو په یوې ګډې اعلامیې کې د اسلامي انقلاب له معظم  رهبر امام خامنه‌يي څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

ایکنانیوز د پارس‌ټوډې له قوله راپور راکړ،د ایران د اسلامي جمهوریت د رهبرۍ په اړه د نړۍ د دینونو د پیروانو او ازادفکره کسانو ګډه اعلامیه خپره شوې  چې ځيني برخې ئې ستاسو په خدمت کې  هم وړاندې کیږي.

مونږ، د الهي دینونو یو شمېر پیروان، خپلواکه متفکران او د نړۍ ازاد او پتمن انسانان له بېلابېلو ملتونو او کلتورونو څخه، دا اړینه وبلله چې د هغه شخصیت په اړه خپل نظر څرګند کړو چې رول ئې د عقیدتي او سیاسي پولو هاخوا د اوسمهاله نړۍ په فکري او اخلاقي بدلونونو کې د پام وړ دی.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت‌الله  العظمی سید علي خامنه‌ اي، له هغو رهبرانو څخه دی چې په داسې نړۍ کې چې له سیاست‌محورۍ، دوه‌ګوڼو معیارونو او سلطې‌غوښتنې څخه ډکه ده، لا هم د انساني کرامت، د ملتونو خپلواکي، عدالت او د ظلم پر وړاندې مقاومت په څېر پر اصولو ټینګار کوي.

هغه څه چې زمونږ پام ئې ځان ته را اړولی، د هغه دیني تړاو نه دی، بلکې پر اخلاقي اصولو دوامداره پابندۍ، په پرېکړو کې زړَورتیا او د بشریت د راتلونکې په اړه تمدني لید دی. په داسې زمانې کې چې ډېری نړیوال رهبران د قدرت او شتمنۍ پر وړاندې یا بې‌وسه کېږي او یا جوړجاړي ته غاړه ږدي، نوموړی(آیت الله خامنه اي) د هغه غږ استازیتوب کوي چې د ملتونو د ځان‌ټاکنې له حقه دفاع کوي او دا لاره د لګښتونو په پوهاوي سره پرمخ وړي.دا ځانګړنه، حتی د هغو کسانو لپاره هم چې د ایران له فکري یا سیاسي نظام سره تړاو نه لري، د درناوي او غور وړ ده.

مونږ په دې باور یو چې نننۍ نړۍ تر بل هر وخت زیات داسې رهبرانو ته اړتیا لري چې له هویت، خپلواکه نظر او اخلاقي ژمنتیا څخه ریښه واخلي. له همدې لیدلوري، د بې‌عدالتۍ او سلطې پر وړاندې د مقاومت د خبرو اترو په پیاوړتیا کې د آیت‌الله خامنه اي رول د اوسمهاله نړۍ په فکري معادلو کې یوه مهمه ښکارنده بلل کېږي. دا اعلامیه د اصولو پر بنسټ د انساني او تاریخي مسئولیت لرونکې رهبرۍ د یوې بېلګې پر وړاندې زموږ د درناوي څرګندونه ده؛ داسې بېلګه چې د دیني او سیاسي پولو هاخوا، په نړیواله کچه د پاملرنې، خبرې‌اترې او عادلانه څېړنې وړ ده.

https://parstoday.ir/ps/news/world-i170394

captcha