
ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، چې پاکستان په سیمه کې د روان کړکېچ د هوارولو او د ایران او امریکا ترمنځ د احتمالي جګړې د مخنیوي لپاره له ایران سره د ورورګلوۍ رول په بشپړه توګه ترسره کړی دی.
د پاکستان لومړي وزیر پرون د حکومتي کابینې غونډې ته وویل، چې د هغه پشمول د بهرنیو چارو وزیر او د پوځ مشر قوماندان په بېلابېلو کچو د ایران له مشرتابه سره لیدنې او ټیلیفوني خبرې کړې دي، څو سیمهییز کړکېچ کم کړي.
شهباز شریف زیاته کړه: «موږ د سیمې ګواښونو د کمولو لپاره د مرستې په خاطر د یو ورور او دوست ګاونډي په توګه هر ګام اخیستی دی. په دې هڅو کې پاکستان یوازې نه دی، بلکې د قطر، ترکیې، مصر، عمان او سعودي عربستان په څېر مهم اسلامي هېوادونه هم برخه لري.»
هغه هیله څرګنده کړه چې د دې ګډو هڅو په پایله کې به د خبرو اترو داسې یوه لار پیدا شي چې سیمه له اوسني ګواښونکي وضعیت څخه وژغوري.
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i170384