
ایکنانیوز دالکفیل له قوله راپور راکړ، دغه قرآنی محفل د نجف اشرف ددینی طلبه ؤ د قرآنی پلان د فعالیتونو په چوکاټ کې په روان ۱۴۴۷قمری کال کې پخپل لسم پړاؤ کې ترسره کړ.
دغه محفل د شیخ احمد القلاح په وسیله د قرآن کریم په تلاؤت سره پیل شو او له دې وروسته عمار الحسینی قرآنی وینا وکړه او بیا هم شیخ محمد الاسدي دوهم تلاؤت وړاندې کړ.
د نجف اشرف د قرآن کریم موسیسې کې د علمیه حوزې د قرآني چارو د هغې څانګې مشر شیخ وسام السبطي چې له دغې ټولنې سره اړونده څانګه ده ،پخپلې وینا کې ووئيل؛دغه غونډه په خاتم الانبیاء(ص) مدرسې کې د یوشمیر دینی طلبه ؤ او شخصیتون واو خلکو په شتون سره او د عراق په ټولو ولایتونو کې په متلفو پرګنو کې په تیره بیا د نجف اشرف د علمیه حوزې په طلبه ؤکې دقرآن فرهنګ د پراختیا لپاره د موسیسې د هڅو دیوې برخې په توګه ترسره شوه.
السبطي ووئيل، په دغې قرآني پروژې کې د قرآڼ د لومړنیو مفاهیمو دزړه کړې، د قاریانو د تیارولو او د تلاؤت د مهارتونو د پراختیا او همداراز د تخصصي پړاؤنو د ترسره کولو له لارې د غوره مبلغانو له تیارولو سره اړونده پروګرامونو د پرمختګ لپاره پلانونې پکې شاملې دي.
دغه غونډه د حضرت مام مهدي عجل الله تعالی فرجه الشرف د برکتناک ژوند په بیانولوکې د دعاګانو اومداحئ سره چې شیخ علی زرکاني وړاندې کړه، پاي ته ورسیده.
ایکنانیوز په دې مناسبت یو انځوریز راپور هم برابر کړی چې ستاسو خدمت ته ئې وړاندې کوي.
https://iqna.ir/fa/news/4332602