IQNA

په عربستان کې د جمعې د امامانو لپاره د قرآني روزنیز کورس ترسره کېدل

15:03 - February 09, 2026
د خبر لمبر: 3492425
ایکنا – په عربستان کې د اسلامي چارو، دعوت او ارشاد وزارت له‌خوا د لمانځه د امامانو او مؤذنانـو لپاره ځانګړی قرآني روزنیز کورس ترسره کېږي.

  ایکنانیوز  د aainnwes له قوله راپور راکوي، دا پروګرام چې «د لمانځه د امامانو او مؤذنانـو لپاره د تلاوت مهارتونه» نومېږي، له پرون یکشنبې څخه د سعودي عربستان د اسلامي چارو، دعوت او ارشاد د وزیر  شیخ عبداللطیف بن عبدالعزیز آل‌شیخ، د لارښوونو په چوکاټ کې پیل شوی دی، او د دې هېواد د بېلابېلو سیمو  لمانځه امامان او مؤذنان پکې ګډون کوي.

دا کورس د قرائت د علم له متخصصینو سره په ملګرتیا ترسره کېږي او د یوې اوونۍ لپاره به دوام ولري.

همدارنګه، په دې پروګرام کې ګډون هم په حضوري او هم په مجازي بڼه ممکن دی، او دا کورس د سعودي د اسلامي چارو وزارت د هغو هڅو په لړ کې ترسره کېږي چې موخه یې د قرآن د تلاوت د مهارتونو پیاوړتیا او د جوماتونو د کارکوونکو د وړتیاوو لوړول دي.

یاد وزارت د امامانو د قرآني کورسونو په ترسره کولو سره هڅه کوي چې د خدای د کورونو (جوماتونو) د پاملرنې په برخه کې خپل مأموریت ترسره کړي او دا ځایونه د روژې مبارکې میاشتې لپاره د خدمتونو وړاندې کولو ته چمتو کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې، په سعودي عربستان کې د مسجدالحرام او مسجدالنبي ﷺ د چارو ادارې د روژې مبارکې میاشتې پر مهال په دغو دوو جوماتونو کې کوټلي  قرآني کورسونه ترسره کړي وو، چې موخه ئې د اسلامي امت له قرآن سره د اړیکو پیاوړتیا او د قرآني اعتدال او مینځلاریتوب د فرهنګ سسټماټيک کول وو.

https://iqna.ir/fa/news/4333075 

captcha