IQNA

د الازهر شیخ د مصر د نابینا حافظې ستاینه وکړه

15:10 - February 09, 2026
د خبر لمبر: 3492426
ایکنا – د  مصر د الازهر شیخ، احمد الطیب، د مصر د قرآن نابینا حافظه، مریم عبدالعزیز وستایله.

  ایکنانیوز  د «بصراحة» له قوله راپور راکړ، مریم عبدالعزیز سره له دې چې د بینائۍ له نعمته بې‌برخې ده، توانېدلې چې ټول قرآن کریم حفظ کړي. د الازهر شیخ د هغې د ستاینې پر مهال د هغې د پیاوړي  ارادې او علمي او قرآني برلاسۍ ته په اشارې وویل: هغه د الازهر د محصلینو او د لوړو هیلو لرونکو کسانو لپاره یوه بېلګه ده.

شیخ احمد الطیب د الازهر د دې محصیلې د قرائت او تجوید پر اصولو بشپړ تسلط وستایه او ټینګار ئې وکړ چې د هغې لاسته راوړنه د برلاسۍ او ځانګړتیا یو روښانه بېلګه ده او دا ښئي چې کلک هوډ او اراده کولای شي پر ستونزو برلاسي شي او سترې بریاوې ترلاسه کړي.

الطیب دغه مصري محصیله وهڅوله چې د علمي او قرآني فعالیتونو په لاره کې ثابت‌قدمه پاتې شي او د لا زیاتو بریاوو لپاره هڅې وکړي، او د هغې د مور او کورنۍ له ملاتړه ئې مننه وکړه.

شیخ الازهر از حافظ روشندل مصری تجلیل کرد

د الازهر شیخ همدارنګه د دې نابینا حافظې د ملاتړ او د هغې د ښوونیزو او معیشتي اړتیاوو د پوره کولو پر اړتیا ټینګار وکړ، څو  خپلو راتلونکو هیلو ته ورسېدل شي، او وې ویل چې الازهر تل د لوړو هیلو لرونکو کسانو د پیاوړتیا او په علمي او دیني ډګرونو کې د ودې او خلاقیت لپاره د فرصتونو د برابرولو په لټه کې دی.

دا نړیوال کنفرانس د مصر د ولسمشر په ملاتړ، او د «د مصر د ښځو ملي شورا»، د الازهر اسلامي مرکز او د «د ښځو د پراختیا  ادارې » (WDO) په ملګرتیا، د اسلامي ملګرتیا موسیسې  د ۵۷ غړو هېوادونو په ګډون، د بهمن د میاشتې په ۱۲مه او ۱۳مه ترسره شو. د دې کنفرانس موخه دا وه چې د دیني او رسنیز ګفتمان له ظرفیت څخه په ګټې اخیستنې، د اسلامي نړۍ په کچه د ښځو د حقونو د پیاوړتیا لپاره یو فرهنګي او همیشنی  چوکاټ رامنځته کړي.

https://iqna.ir/fa/news/4332790

captcha