
ایکنانیوز د سانا له قوله راپور ر کړی چې د دمشق دکتاب د نړیوال نندارتون په ساحې کې د قرآن کریم د سټالونو د تخصصي ګډون له لارې، د قرآني فعالیتونو پراخه لړۍ وړاندې کړې ده؛ داسې فعالیتونه چې د قرآن کریم د رسمالخط پېژندنه، تفسیر، او د ماډرن ټیکنالوژۍ کارونه د قرآن په زدهکړې، تلاوت او حفظ کې رانغاړي.
په همدې لړ کې، د سورئې د اوقافو وزارت سټال، د معتز عبید تر څارنې لاندې، د نړۍ تر ټولو لوي ګنډل شوی قرآن نندارې ته وړاندې کړی دی؛ هغه پروژه چې د ګینس د نړیوالو ریکارډونو په کتاب کې ثبت شوې ده او پر ټوکر د هنري کار یوه بېسارې بېلګه بلل کېږي.

دا پروژه د ۱۷ هېوادونو د ۶۲ خوشنویسانو په ګډون، د قرآن کریم د ښکلاپېژندنې او فرهنګي ارزښتونو د معرفي کولو په موخه پلې شوې ده.
«وحی»؛ په نامې سره له قاریانو سره د اړیکې اپلیکیشن
په ډیجیټلي برخې کې، یوسف فتحالله د «وحی» اپلیکیشن وړاندې کړی دی؛ یو وړیا اپلیکیشن چې د سمارټ موبایل له لارې قرآنزده کوونکي له قاریانو سره په یوه منظم تعلیمي چاپېریال کې نښلوي. دا اپلیکیشن د ښځو او سړیو لپاره برابر شوی او له لېرې څخه د تلاوت او لحن زدهکړه اسانه کوي.

د «تفسیر مسطور» له لارې د قرآن اسانه پوهه
همداراز، د «تفسیر مسطور» پروژه د دې پروژې د مدیر طارق الحسین له لورې معرفي شوې ده. په دې پروژه کې د قرآن کریم تفسیر په لنډ، روښانه او مستقیم ډول وړاندې شوی، چې د هر آیت پر سر یو تفسيري سطر ځای پر ځای شوی دی، څو د تلاوت پر مهال د معنا پوهه بېوقفې اسانه کړي.
دا پروژه د رنګیز کوډ له لارې د لغتونو، عمومي مفاهیمو او د آیتونو د مقصود معنا، د معتبرو تفاسیرو پر بنسټ وړاندې کوي.
د «رنګین تجوید مصحف» پېژندنه
دارالمعرفه مؤسسې هم په دې نندارتون کې «رنګین تجوید مصحف» او نورې ټیکنالوحیکې پروژې نندارې ته وړاندې کړې دي، چې موخه ئې د تلاوت د زدهکړې ملاتړ او د قرآن د خدمت لپاره د وسایلو پراختیا ده.
د یادونې وړ ده چې د دمشق د کتاب نړیوال نندارتون د فرورۍ په ۵مه (د سلواغې په ۱۶مه) پیل شوی او تر ۲۰۲۶ کال د فرورۍ تر ۱۶مې (د سلواغې تر ۲۷ ) پورې به دوام ولري. د بېلابېلو هېوادونو د کتابلوستونکو مینهوال او د خپرندویو مرکزونه په دې فرهنګي نندارتون کې سره ټول شوي دي.
https://iqna.ir/fa/news/4333347