IQNA

د مکې معظمې په اسلامی میوزیم کې د «آبی قرآن » نندارتون

12:02 - February 12, 2026
د خبر لمبر: 3492439
ایکنا - د مکې د «حراء» په کلتوري سیمې کې د قرآن کریم میوزیم د «آبی قرآن » یوه نادره او خطي نسخه نندارې ته وړاندې کړه.

د مکې معظمې کې  په اسلامی میوزیم کې د «آبی قرآن » نندارتون

د ایکنا خبري آژانس د راپور له مخې، د مکې د قرآن میوزیم د تیرې دوشنبې په ورځ   د « آبی قرآن  » (مصحف آبي) یوه ارزښتمنه نسخه نندارې ته کېښودله چې پکې د بقرې سورې له ۳۷ آیت پای څخه د ۴۲ آیت تر پیل پورې آیتونه شامل دي.

د قرآن کریم دا خطي نسخه د اسلامي تمدن په تاریخ کې له تر ټولو نادرو او شاندارو نسخو څخه شمېرل کېږي او د اسلامي قرآني میراث شتمني او د هغه لرغونی هنري تاریخ څرګندوي.

دا نسخه د خالصو سرو زرو په رنګ او د لرغوني کوفي خط په بڼه، پر  آبی یا نیلي زمینې  لیکل شوې ده او ځانګړی هنري سټال لري چې د قرآني خوشخطئ ښکلا په ښه ډول منعکسوي.

د «آبی قرآن  » تاریخ درېیمې هجري پېړۍ (نهمې میلادي پېړۍ) ته رسېږي، چې همدې مسئلې ورته لوړ تاریخي او علمي ارزښت ورکړی دی.

همدارنګه دا قرآن د لومړنیو اسلامي  پېړیو په مودې کې د عربي خطاطۍ اوښکلا هنر د ودې ژوندی شاهد دی.

د دې قرآن پاتې نسخې په ټولې نړۍ کې ډېرې کمې دي او ځینې پاڼې ئې په محدود شمېر نړیوالو میوزیمونو او ګالریو کې په جلا جلا ډول ساتل کېږي.

نمایش «قرآن آبی» در موزه مکه

د دې خطي نسخې نندارې ته وړاندې کول د مکې د قرآن میوزیم د هغو هڅو برخه ده چې غواړي لیدونکي د قرآن له تاریخ او د هغه له هنري بشپړتیا سره بلد کړي او خلکو ته د استثنايي قرآني نسخو د لیدلو فرصت برابر کړي. دا کار کلتوري او فکري پوهاوی زیاتوي او د میوزیم د لیدونکو تجربه لا بډایه کوي.

همدارنګه د مکې د حراء کلتوري سیمې د قرآن میوزیم په دې وروستیو کې یو ډېر لوي قرآن هم نندارې ته وړاندې کړی چې په خپل ډول  په نړۍ کې تر ټولو ستر قرآن ګڼل کېږي؛  او اړخونه  ئې ۳۱۲ په ۲۲۰ سانتي‌میتره دي او ۷۰۰ پاڼې لري.

https://iqna.ir/fa/news/4333683

captcha