
یکنانیوز د الجزیره له قوله راپور راکړ، د تافتس پوهنتون د پي ایچ ډي محصلې رومیسا اوزتورک وکیلانو ووئيل ؛یو قاضي د ټرمپ د حکومت هغه هڅه رد کړې چې غوښتل ئې نوموړې له هېواده وباسي. اوزتورک تېر کال په پوهنتونونو کې د فلسطین پلوي فعالانو د ځپلو د لړۍ په ترڅ کې نیول شوې وه.
د هغې وکیلانو د نیویارک د امریکا د اپیل محکمې ته په وړاندې شوي یاددښت کې، چې د مئ میاشتې له یوې پرېکړې وروسته د هغې د خوشې کېدو حکم ارزوي، د کډوالۍ د قاضي د وروستۍ پرېکړې جزییات بیان کړل.
د امریکا د مدني آزادیو ټولنې (ACLU) اړوند وکیلانو وویل چې د کډوالۍ یوه قاضي د جنورۍ په ۲۹ دې پایلې ته ورسېد چې د کورني امنیت وزارت د هغې د ویستلو لپاره هېڅ قانع کوونکی دلیل نه دی وړاندې کړی او د دوسیې د څېړنې د بهیر د پای ته رسولو پرېکړه ئې وکړه
یوازینی دلیل چې چارواکو د هغې د ویزې د لغوه کولو لپاره وړاندې کړی و، هغه مقاله وه چې اوزتورک یو کال وړاندې د تافتس پوهنتون د محصیلانو په ورځپاڼې کې لیکلې وه او پکې ئې د غزې پر جګړې د خپل پوهنتون پر دریځ نیوکه کړې وه.
د بوستون په څنډې کې د اوزتورک نیول کېدل په ویډیو کې ثبت شول چې ژر خپاره شول او ډېری خلک ئې حیران کړل او د بشري حقوقو د ډلو پراخې نیوکې ئې راوپارولې.
دا پخوانۍ فولبرایت بورس لرونکې څېړونکې ۴۵ ورځې د لوئیزیانا په یوه زندان کې بندي وه، تر دې چې د ورمونټ یوه فیدرالي قاضي د هغې د سمدستي خوشې کېدو امر وکړی او وئيلې ئې دي چې نیول ئې «غیرقانوني غچ اخستونکی اقدام» و او د بیان د آزادۍ حق ئې تر پښو لاندې کړی دی.
تېره میاشت په بوستون کې یوه فیدرالي قاضي فیصله وکړه چې د امریکا حکومت د اوزتورک په څېر د څېړونکو د نیولو او ایستلو لپاره «غیرقانوني تګلاره» تعقیب کړې او په دې توګه ئې په پوهنتونونو کې د بهرنیو اکاډمیکو د بیان آزادي محدوده کړې ده.
https://iqna.ir/fa/news/4333767