IQNA

د فلسطین ملاتړې محصیلې د ویستلو لپاره د ټرمپ هڅه د امریکایي قاضي له خوا رد شوه

14:02 - February 12, 2026
د خبر لمبر: 3492442
ایکنا -یو امریکائي قاضي د فلسطین د ملاتړې محصیلې د ویستلو لپاره د امریکا دکرغیړن ولسمشر ډونالډ ټرمپ  د حکومت هڅه رد کړه.

یکنانیوز د الجزیره له قوله راپور راکړ، د تافتس پوهنتون د  پي ایچ ډي  محصلې رومیسا اوزتورک وکیلانو ووئيل ؛یو قاضي د ټرمپ د حکومت هغه هڅه رد کړې چې غوښتل ئې نوموړې له هېواده وباسي. اوزتورک تېر کال په پوهنتونونو کې د فلسطین پلوي فعالانو د ځپلو د لړۍ په ترڅ کې نیول شوې وه.

د هغې وکیلانو د نیویارک د امریکا د اپیل  محکمې ته په وړاندې شوي یاددښت کې، چې د مئ میاشتې له یوې پرېکړې وروسته د هغې د خوشې کېدو حکم ارزوي، د کډوالۍ د قاضي د وروستۍ پرېکړې جزییات بیان کړل.

د امریکا د مدني آزادیو ټولنې (ACLU) اړوند وکیلانو وویل چې د کډوالۍ یوه قاضي د جنورۍ په ۲۹  دې پایلې ته ورسېد چې د کورني امنیت وزارت د هغې د ویستلو لپاره هېڅ قانع کوونکی دلیل نه دی وړاندې کړی او د دوسیې د څېړنې د بهیر د پای ته رسولو پرېکړه ئې وکړه

یوازینی دلیل چې چارواکو د هغې د ویزې د لغوه کولو لپاره وړاندې کړی و، هغه مقاله وه چې اوزتورک یو کال وړاندې د تافتس پوهنتون د محصیلانو په ورځپاڼې کې لیکلې وه او پکې ئې د غزې پر جګړې د خپل پوهنتون پر دریځ نیوکه کړې وه.

د بوستون په څنډې کې د اوزتورک نیول کېدل په ویډیو کې ثبت شول چې ژر خپاره شول او ډېری خلک ئې حیران کړل او د بشري حقوقو د ډلو پراخې نیوکې ئې راوپارولې.

دا پخوانۍ فولبرایت بورس لرونکې څېړونکې ۴۵ ورځې د لوئیزیانا په یوه زندان کې بندي وه، تر دې چې د ورمونټ یوه فیدرالي قاضي د هغې د سمدستي خوشې کېدو امر وکړی او وئيلې  ئې  دي  چې نیول ئې «غیرقانوني  غچ اخستونکی اقدام» و او د بیان د آزادۍ حق ئې تر پښو لاندې کړی دی.

تېره میاشت په بوستون کې یوه فیدرالي قاضي فیصله وکړه چې د امریکا حکومت د اوزتورک په څېر د څېړونکو د نیولو او ایستلو لپاره «غیرقانوني تګلاره» تعقیب کړې او په دې توګه ئې په پوهنتونونو کې د  بهرنیو اکاډمیکو د بیان آزادي محدوده کړې ده.

https://iqna.ir/fa/news/4333767

captcha