
یکنانیوز ! یوه لبنانی شناندي بلال اللقیس د ایران د اسلامي انقلاب د بریا د اووه څلوېښتمې کلیزې په مناسبت له ایکنا قرآنی خبري اژانس سره په مرکې کې خبرې وکړې چې ځيني برخې ئې ستاسو خدمت ته هم وړاندې کوو.
ددغې مرکې خلاصه دا ده چې وائي؛د اسلامي انقلاب د فکري او عملي بنسټ په توګه د قرآني اساسی مفاهیمو رول؛ د مقاومت د بېلګې په توګه د ایران مقام؛ د امام خمیني(رح) او د معظم رهبر نظریه او عملي کړنلار چې پکې دنیوي ژوند د اخروي کمال لپاره د مقدمې په توګه معرفي کېږي؛ په کلتوري، ټولنیزو، علمي او معرفتي ډګرونو کې د اسلامي انقلاب څرګندې اغېزې؛ او د امام خامنهاي د رهبرۍ پر پېر ټینګار چې په هغه کې دا اغېزې لا څرګندې او پراخې شوې دي.
له دغه لبنانی شناندي د ایکنانیوز خبریال پوښتنه وکړه، لکه څنګه چې پوهېږئ، د ایران اسلامي انقلاب د «عدالت»، «آزادۍ» او «انساني کرامت» پر بنسټونو ولاړ و. آیا ویلای شو چې اسلامي انقلاب په حقیقت کې د اصیلو قرآني لارښوونو ته ستنېدل وو؟
نو دغه لبناني شناندي القیس په ځواب کې ووئيل چې د قرآن د آیتونو په استناد ویلای شو چې د ټول قرآن او د هغه احکامو موخه چې له بېلابېلو آیتونو څخه استنباط کېږي، انساني کرامت ته ځانګړې پاملرنه ده؛ لکه څنګه چې خداي تعالی فرمایي: «اِنّا کَرَّمنا بَني آدَم». د انساني کرامت موضوع محور ده او ټولې اړونده ښوونې هم له همدې څخه سرچینه اخلي.

هغه ووئيل ،بله مهمه مسئله دا ده چې هېڅ شی د انسان له عظمت او ارزښت سره برابر نه دی؛ له همدې امله انساني کرامت د ټولو موضوعاتو بنسټ جوړوي. همدارنګه آزادي له عدالت پرته نه شي رامنځته کېدای، ځکه د عدالت نشتوالی د آزادۍ مفهوم له انحراف سره مخ کوي.
هغه په دوام کې ووئيل؛ دا درې واړه مفاهیم بشپړ او یو له بل سره تړلي دي؛ اصلي ټکی ئې کرامت دی او عدالت او آزادي یې بشپړوونکي دي، او هېڅ یو ئې له بل څخه جلا کېدای نه شي.
له همدې امله پایله اخیستلای شو چې اسلامي انقلاب، سره له ټولو سختو او پېچلو شرایطو، خپل ټول اصول نېغ په نېغه له قرآن کریم، پیغمبرانو او اهلبیتو(ع) څخه الهام اخیستي دي، او ویلائ شو چې د «سوچه محمدي اسلام » یوه معنا همدا ده چې د «امریکائي اسلام» پر وړاندې درېږي؛ ځکه امریکائي اسلام د اسلام د سپکولو او له اصلي سرچینې څخه د هغه د لیرې کولو په معنا دی، هغه سرچینه چې حضرت محمد(ص) راوړې ده.
هغه د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې ووئيل؛قرآن کریم د انسان په ژوند کې د ځوانۍ حساس او ټاکونکی پړاو ته ځانګړې پاملرنه کړې او په څلورو تعبیرونو سره ئې ورته اشاره کړې ده: د قوت او قدرت دوره، بلوغ اَشُد، فَتی او غُلام.
ځواني د انسان د ژوند له مهمو او برخلیک ټاکونکو مرحلو څخه ده چې په قرآني لارښوونو کې ورته ځانګړی اهمیت ورکړل شوی دی. هر هغه څه ته چې عمر یې ډېر نه وي تېر شوی، «ځوان» ویل کېږي. دا پړاو د بوډاتوب پر وړاندې ولاړ دی او هغې مرحلې ته اشاره کوي چې پکې د انسان جسمي او روحي ځواکونه په لوړه کچه وي او ټولې داخلی او بیروني وړتیاوې ئې د غوړېدو او نتیه ورکولو په اوج کې وي. قرآن کریم په بېلابېلو تعبیرونو دا پړاو بیان کړی چې دلته ئې څلور اساسي کلیمې څېړو:
۱. د قوت او ځواک پړاؤ
قرآن کریم ځواني د دوو کمزوریو ترمینځ د ځواک او توان پړاؤ معرفي کوي. خدای تعالی فرمایي:
«اللَّهُ الَّذِي خَلَقَكُمْ مِنْ ضَعْفٍ ثُمَّ جَعَلَ مِنْ بَعْدِ ضَعْفٍ قُوَّةً ثُمَّ جَعَلَ مِنْ بَعْدِ قُوَّةٍ ضَعْفًا وَشَيْبَةً…»
(سوره روم، ۵۴ آیت)
دا آیت په څرګنده توګه ښئي چې ځواني د قدرتمنیدا او ځواکمنۍ پړاو دی.
۲. بلوغ اَشُد
قرآن په ګڼو آیتونو کې د انسان د ځوانۍ پړاؤ د «بلوغ اشد» په نوم یادوي. «اَشُد» د «شدّ» له مادې څخه دی چې د ټینګښت او پیاوړتیا معنا لري او په پراخ مفهوم کې د جسمي او روحي استحکام ښکارندوی دی.
۳. فَتی
د «فَتی» کلمه او مشتقات ئې هم د ځوانۍ اړوند قرآني تعبیر دی. دا کلمه په لغت کې د تاندوالي او ځوانۍ معنا لري او فتی؛ پياوړی، هوښیار او مدبر ځوان ته ویل کېږي.
۴. غُلام
«غُلام» د «غلم» له ریښې څخه اخیستل شوی چې د شهوت د راپارېدو او د څېرې د وېښتو د راټوکېدو پړاو ته اشاره کوي. له لغوي تعبیرونو څرګندېږي چې غلام د ماشوم او بشپړ ځوان ترمنځ پړاو دی چې په پښتو کې ورته «زلمی یا هلک» ویل کېږي.
لنډه دا چې ځواني د انسان د ژوند تر ټولو غوره پړاؤ، د عمر پسرلی او د قوت او توان زمانه ده، او له دې ډیر فرصت څخه سمه ګټه اخیستل د هر ځوان لپاره ستر مسئولیت ګڼل کېږي.
قرآني بېلګې
دغه لبناني شناندي د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې ووئيل؛د حضرت نوح(ع) زوی د احساساتي ځوان روښانه قرآني بېلګه ده چې د خپل پلار لار ئې ونه منله، د باطل پیروي ئې وکړه او په پاي کې هلاک شو.
https://iqna.ir/fa/news/4332099