
ایکنانیوز، د برناما په حواله راپور راکړی، د آسهآن د لوړو زده کړو مؤسسو د قرآن کریم د تلاوت او حفظ (حفاظو) سیالیو د ۲۰۲۵/۲۰۲۶ دورې ګټونکي اعلان شول.
۲۳ کلن، محمد حمیز میرزا سودیرمان، چې د برونائي د سلطان شریف علي اسلامي پوهنتون (یونیسا) د دوهم کال محصیل دی، د نارینه وو په برخې کې لومړی مقام خپل کړ.
۲۲ کلنه، رشدا نوها راملي، چې د تحفیظ القرآن او قرائت په څانګې کې لیسانس لري او د سلطان ادریس د ښوونې او روزنې پوهنتون (UPSI) محصیله ده، د ښځو په برخې کې ئې لومړی ځایګی ترلاسه کړ .
دواړو ګټونکو ته په هغو مراسمو کې چې د یکشنبې په ورځ د سلطان زین العابدین پوهنتون (UniSZA) کې ترسره شول، د ملایشیا د اسلامي پراختیا وزارت (JAKIM) عمومي مشر سراجالدین سهیمی له خوا ۲۰۰۰ ملایشیايي رینګیټ نغدي جایزه او د ستاینې لوح ورکړل شو .
محمد حمیز وویل: «ما له لس کلنۍ څخه د قرآن تلاوت پیل کړ. او د سیالۍ لپاره مو یوه میاشت هره ورځ تمرین کاوه او په عین حال کې مو خپلو درسي مکلفیتونو ته هم پاملرنه کړې ده.
رشدا، چې د سلانګور ایالت د سونګای بسار سیمې اوسېدونکې ده، د ځوانانو د هڅونې په ترڅ کې چې قرآن دې د خپل ورځني ژوند برخه وګرځوي، وویل: «اصلي ننګونه دا وه چې له بېلابېلو نغمو سره پر تلاوت بشپړ مهارت ترلاسه شي.»
سراجالدین وویل چې سږ کال د MTHQ IPT آسهآن سیالیو درېیمه دوره وه، چې پکې د ۵۰ لوړو زده کړو بنسټونو څخه ۲۱۱ ګډونوالو برخه اخیستې وه او له دې ډلې ۵۲ تنو وروستي پړاو ته لار وموندله.
هغه زیاته کړه چې د لومړي ځل لپاره د آسهآن له نورو هېوادونو لکه اندونیزیا او برونائي څخه هم محصیلینو په دې سیالیو کې ګډون کړی و.
https://iqna.ir/fa/news/4335046