IQNA

د نیویارک په ټایمز سکوېئر کې د روژه‌ماتي مراسم او د روژه تیانو د لمانځه ادا کول(فیلم)

13:24 - February 24, 2026
د خبر لمبر: 3492502
ایکنا - په سلګونو مسلمانان چې په امریکا کې مېشت دي، د نیویارک ښار په ټایمز سکوېر   چوک کې، چې د ښار له تر ټولو ګڼې‌ګوڼې ډکو سیمو څخه ګڼل کېږي، د روژه‌ماتي دسترخوان وغوړاوه او د نيون څراغونو تر رڼا لاندې او په باراني هوا کې ئې د ماښام لمونځ ادا کړ.

د ایکنا د راپور له مخې چې له آنادولو څخه یې نقل کړی، په سلګونو مسلمانان چې د امریکا د New York City اوسېدونکي دي، د رمضان مبارکې میاشتې په ترڅ کې د Times Square په  چوک کې، چې د دې ښار له تر ټولو مشهورو او ګڼ تګ‌راتګ لرونکو سیمو څخه دی، راټول شول او تر افطار وروسته ئې د جماعت لمونځ ادا کړ.

دا مراسم د پرله‌پسې پنځم کال لپاره د ټولنیزو رسنیو د یوې فعالې کارن‌پاڼې په نوښت چې «Wayoflifesq» نومېږي، تنظیم شوي دي.

ګډونوال د ټایمز سکوېر په تر ټولو بوختې برخې کې، چې د برادوې سړک او اووم سړک په څلورلارې کې موقعیت لري، راټول شول او د ماښام د اذان په رارسېدو سره یې روژه ماته کړه. د تنظیموونکو د شمېرو له مخې، په دې مراسمو کې شاوخوا ۱۵۰۰ د افطار بستې په وړیا ډول د حاضرینو ترمنځ ووېشل شوې.

همدارنګه، د دې لپاره چې خلک له اسلام دین سره لا ډېر بلد شي، د قرآن کریم ۱۲۰۰ ژباړل شوې نسخې په بېلابېلو ژبو لکه انګریزي، هسپانوي او الماني کې د لېوالتیا لرونکو کسانو په واک کې ورکړل شوې.

د قرآن  د ژباړ ل شوو  نسخو  هرکلی

د «Wayoflifesq» د کارن‌پاڼې څښتن چې په لنډ ډول «S.Q» بلل کېږي، د آنادولو له خبریال سره په خبرو کې د اسلام دین په اړه د ځینو لوېدیځو رسنیو ناسم انځورونو ته په اشارې سره وویل: «په دې ګڼې‌ګوڼې سیمه کې زموږ د شتون  اصلي موخه دا ده چې خلکو ته د قرآن کریم مفاهیم تشریح کړو او د اسلام په اړه عامه پوهاوی لوړ کړو.

هارمن، چې د دې پروګرام د اجرایي ټیم له غړو څخه دی، د نیویارک ښار د خوځنده طبیعت په اړه وویل: «خلک چې له دې سړک څخه تېرېږي، تل له روانو پېښو سره حیرانېږي. نن د قرآن ژباړل شوو نسخو د ترلاسه کولو لپاره ښه هرکلی وشو.»

د دې پروګرام په اوږدو کې د نیویارک پولیسو د راټولېدنې د ځای شاوخوا پراخ امنیتي تدابیر نیولي وو. د تنظیموونکو په وینا، په دې مراسمو کې دوه کسان د شهادتینو په ویلو سره اسلام دین ته داخل شول.

همدارنګه، د ټایمز سکوېر په میدان کې د ډله‌ییز افطار لومړۍ دوره په ۲۰۲۲ میلادي کال کې ترسره شوې  وه.

https://iqna.ir/fa/news/4336147

captcha