
د ایکنا د راپور له مخې چې د قطر له رسمي خبري اژانس څخه ئې نقل کړی،دغې ادارې ویلي چې دریمه پراختیا کابو یو میلیون دوه لکه څوارلس زره مربع میټر(۱,۲۱۴,۰۰۰ ) پوښي او د یخولو ظرفیت ئې ۹۰ زره ټنه دی.
دې ادارې ویلي چې دا کار د کال په اوږدو کې د عبادت لپاره مناسب چاپېریال رامنځته کوي. په دې پراختیا کې له ۲۵ زرو څخه زیات غالۍ، ۱۷ زره د زمزم اوبو یخچالونه، ۱۱,۴۳۶ تشنابونه او اودسځایونه، او ۱۳۰۰ لوډسپيکرونه شامل دي، څو د غږ روڼتیا تضمین او ټولو پوړونو ته ورسېږي.
په خبرپاڼې کې ویل شوي چې د مسجدالحرام دریمه پراختیا لا هم د مسجدالحرام زائرانو ته د خدمت په برخه کې خپل چورلیزي رول ادا کوي.
دا طرحه د دې لرغوني مسجد په تاریخ کې د پراختیا له سترو پروژو څخه شمېرل کېږي او د لمونځ کوونکو لپاره د مدغمو خدماتو په وړاندې کولو کې یو کیفي بدلون ښئي،په داسې روحاني چاپېریال کې چې د لوړو انجنيرينګ او عملیاتي معیارونو له مخې طرحې شوی دی.
په خبرپاڼې کې دا هم راغلي چې په دې پراختیا کې د اوبو څښلو ۴۵۸ځایونه، ۴۲۸ برقي زینې، ۲۸ لفټونه، ۸۰ دروازې او د لمانځه ۱۲۰ځایونه شامل دي، چې د ځمکني پوړ، لومړي پوړ، دویم پوړ، نیم لومړي پوړ، نیم دویم پوړ او چت ترمینځ تګراتګ آسانه کوي او د ګڼېګوڼې پر مهال د لمونځ کوونکو د زیات شمېر د منلو او منظم تګراتګ ډاډ ورکوي.
یادې ادارې ټینګار کړی چې درېیمه پراختیا د دوي په عملیاتي پلانونو کې بنسټیز رکن دی او میداني هڅې شپه او ورځ روانې دي، څو د اسانتیاوو او خدمتونو چمتووالی تضمین او د فعالیت اغیزې لوړې شي، څو د مسجدالحرام زائرانو ته د هوساینې او خوندیتوب تر ټولو لوړه کچه برابره شي.
https://iqna.ir/fa/news/4336308