
د ایکنا د راپور له مخې، چې د تواصل ویبپاڼې په حواله راکړل شوی دی راغلي دي، د مصر د وزیرانو شورا چې مشري ئې مصطفی مدبولي کوي، د الازهر پوهنتون په چوکاټ کې د قرائاتو او قرآني علومو پوهنځي د جوړېدو پرېکړه تصویب کړه.
یادې شورا څرګنده کړه چې دا پرېکړه د اساسي قانون او د ۱۹۶۱ کال د ۱۰۳ قانون (چې د الازهر او اړوندو بنسټونو د بیا تنظیم په اړه دی) له ارزونې، د هغه د اجرایي لایحو له څېړنې، د الازهر د عالي شورا له تایید او د الازهر د شیخ له سپارښتنې وروسته» شوې ده.
دغه پرېکړه چې په رسمي مجلې کې خپره شوې، د یاد پوهنځي د دوو څانګو جوړول هم پکې شاملیږي:
یوه څانګه به د هلکانو لپاره وي او بله به د نجونو لپاره.
د هلکانو څانګه به د قاهرې ښار د دعوت اسلامي په پوهنځي کې موقعیت ولري، او د نجونو څانګه به د قاهرې د نجونو د اسلامي او عربي مطالعاتو په پوهنځي کې ځای پر ځای شي.
په دغو دواړو څانګو کې به زده کړې له ۲۰۲۶/۲۰۲۷ تحصیلي کال څخه پیل شي.
دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې د روژې مبارکه میاشت روانه ده او مصریان د قرآن کریم تلاوت ته ځانګړې لېوالتیا لري.
د یادونې وړ ده چې الازهر پوهنتون د خپلو پوهنځیو له لارې د قرآن او قرآني علومو د تدریس له امله شهرت لري، او مصر د نامتو قاریانو د شتون له امله د تلاوت ټاټوبی په نوم پېژندل کېږي.
https://iqna.ir/fa/news/4336737