
یکنانیوز د راپور له مخې د ایران د ملي امنیت عالي شورا د یکشنبې په ورځ د اسلامي انقلاب د ستر لارښود آیتا... العظمی امام خامنهاي د شهادت په مناسبت اعلامیه خپره کړه او وې وئيل چې د اسلامی انقلاب ستر لارښود په داسې حال کې شهید شو چې د خپل کار په دفتر کې موجود ؤ او د خپلې دندې کارونه ئې پرمخ بیولل.
داّپه داسې حال کې دي چې د وخبیث صهیونیسټي رژيم او ورسره اړونده رسنیو په کرتو ادعا کړې چې د اسلامی انقلاب معظم لارښود د خپلې دندې د دفتر په ځاي په نورو ځایونو کې پټ ژوند کوي.نو اوس معلومه شوه چې امام خامنه اي هیڅکله هم د خپلې دندې له ځایه بل چرته د پټيدو په ژوند په خپل دفتر کې کار کولو ته ترجیج ورکوله او بلاخره د خپل ژوند اصلي هیلې یعني شهادت ته و رسید.
د ایران د لوړې ملی امنیتی شورا اعلامیه هم ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي.
بسم الله الرحمن الرحیم
إنا لله و إنا الیه راجعون
ائ د ایران لوي ملته !
د ایران د ستر ملت، د نړۍ د آزادۍ غوښتونکو او د اسلامي امت د لارښود، حضرت امام خامنهاي قدس الله نفسه الزکیه، لوړ روح لوړ آسماني مقام پرواز وکړ او خپلې د زړه هیلې ته ورسېد. هغه د خپل لوي نیکه حضرت امام علي (صلواتالله علیه و سلامه علیه ) په پیروئ سره ، د روژې په مبارکې میاشت کې د «فزت و رب الکعبه» آسماني چغه پورته کړه او سپېڅلي الهي حضور ته ورسېد او د دې مبارکې میاشتې په ترڅ کې ئې د شهادت خوږ شربت وڅښه.
نن ورځ د ایران غمجن ملت، اسلامي امت او د نړۍ آزادۍ غوښتونکي د جنایتکارې امریکا او خبیثو صهیونیسټانو د شرارت ډکو بریدونو له امله ویرجن دي؛ خو دښمنان، وینې تویونکي او نړیوال ظالمان دې پوهه شي چې د نړۍ ویښ ضمیره انسانانو خپله لار موندلې ده. دا شهادتونه که څه هم زمونږ ملت او اسلامي ملتونو ته ډير لوي دي، خو هغوی لا پیاوړي او لا هوډمن کوي، او بې له شکه د دې ستر شخصیت شهادت به د نړۍ د ظالمانو پر ضد د ستر پاڅون پیل وي.
وسلام علیه یوم ولد و یوم یموت و یوم یُبعث حیا!
او سلام دې وي پر هغه ورځ چې وزېږېد، پر هغه ورځ چې شهید شو، او پر هغه ورځ چې بیا ژوندی راپاڅول کېږي!
https://iqna.ir/fa/news/4337422/