
د پارس ټوډې د راپور له مخې، صهیونیسټانو د شنبې په ماښام د ایران پر وړاندې له جګړې سره په مخالفت کې په تل ابیب کې لاریون وکړ.
د دې لاریونونو ترسره کېدل او د ایران پر وړاندې له جګړې سره دا مخالفتونه په داسې حال کې دي چې د ایران د اسلامي جمهوریت پر وړاندې د امریکا او صهیونیسټي رژیم ګډ پوځي یرغل چې له امله یې د اسلامي انقلاب رهبر آیت الله خامنه يي په شهادت ورسېد، د ۱۴۰۴ کال د کب له نهمې څخه پیل شو؛ دا اقدام په داسې حال کې ترسره شو چې د سېمې د ځینو هېوادونو په منځګړیتوب د امریکا او ایران ترمنځ غیر مستقیمو خبرو اترو دوام درولود.
شنونکي په دې باور دي چې دې اقدام وښوده چې امریکا په عمل کې د خبرو اترو اصولو، باور جوړونې او په سوله ایز ډول د اختلافاتو حل ته اړینه پابندي نه لري او همدارنګه له پوځي ګزینې څخه د فشار د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي.