IQNA

د پاکستان په پيښور کې د؛قرآن او امت شهید؛په عنوان سره قرآنی سیالۍترسره شوې

15:40 - March 12, 2026
د خبر لمبر: 3492557
ایکنا – د پاکستان د خیبرپختونخواه صوبې په مرکز پيښور کې د ایران په کلتوری خونې کې د حضرت آیت الله العظمی امام خامنه اي  دشهادت په مناسبت د ؛قرآن او امت شهید؛ په عنوان سره د قرآڼ د قرائت د سیالیو پنځم پړاؤ ترسره شو.

ایکنانیوز له پيښوره راپور راکړ، د پاکستان په پيښور کې د ایران د اسلامی جمهوریت د کلتوري خونې مسئول حسین چاقمي د امت د شهید رهبر د قرآني ژوند د سټایل د ځلاګانو په بیانولو سره د امت د شهید رهبر په کلام کې په قرآن کریم کې د تدبّر  په اهمیّت او له قرآن سره د ځوانانو د لیوالتیا او د قرآني کلتور په واکمنیدا کې د هغه بزرګوار  د همیشني ټينګار یادونه وکړه.

همداراز په پيښور کې دایران د کنسولګرئ مرستیال محمد حسن معظمی  هم ددغو  سیالیو په پرانیستونکو دستورو کې پخپلې وینا کې ووئيل؛دامت شهید پخپل ګرانّبیه شهادت سره مونږ ته رازده کړه چې  هر آزاد غیور او پتمن انسان د دین او اسلام د ساتلو لپاره  د خپل ژوند ترقرباني کولو پورې پر مخ ځي  او هغه بزرګوار پخپل ژوند قربانولو سره اثبات کړه چې اسلام یوازې   دشعار دین نه دی ،او د عمل دین دی ؛ د امت شهید رهبر تل ټينګار درلود، چې  داسلامی امت عزت اوشرافت  پهاتحاد ،په خدای باندې په ایمان او د استکبار او ظلم په خلاف  په مقاومت  سره ترلاسه کیږي.

د ایران یوه لیږل شوي قاری محمد صالح قدیمي  هم په دغو سیالیو کې  د قرآن کریم په زړه پورې تلاؤت وکړ چې  د حاضرو خلکو له ډير قدرونې اوستاینې سره مخ شو.

دغه سیالۍ  له شپاړس کلنې د زیات او دغه راز  له شپاړس کلنئ څخه دکم عمره کسانو په دوو برخو کې ترسره شوې او  د هر دواړو  برخو څخه درو لومړنیو غوره کسانو ته ډالۍ ورکړل شوې.

https://iqna.ir/fa/news/4340178

captcha