IQNA

په بغداد کې د پوهنتونونو د قاریانو په شتون سره د قرآن د ختم محفل

13:25 - March 14, 2026
د خبر لمبر: 3492561
ایکنا – دعلوي مقدس آستان د فکري  اوکلتوري چارو له څانګې سره اړونده دارالقرآن برخې  د  عراق د قرآنیانو دټولنې په ملګرتیا سره  په بغداد کې د پوهنتونوالو په شتون سره د قرآن کریم د ختم محفل ترسره کړ.

ایکنانیوز د علوي  مقدس آستان د ویب پاڼې له قوله راپور راکړ، دغه دستورې د قرآڼ کریم د ختم د  یولسمې ملي پروژې په لړ کې او د عراق د پوهنتونونو د یوشمیر قاریانو په شتون سره او دغه راز په ځوانانو کې د قرآنی کلتور د پیاوړتیا په موخې سره ترسره شوې.

د علوي مقدس آستان د کلتوري اوفکري چارو  د څانګې د دارالقرن برخې مسئول علاء محسن  په دې باب ووئيل؛د قرآن کریم د ختمونو د ملی پلان په لړ کې د قرآن کریم د ختم محفلونه  د عراق په نورو ولایتونو کې هم ترسره کیږي.

هغه زیاته کړې ده، د عراق په پوهنتونونو کې د قرآني سیالیو ددغه پروګرام په چوکاټ کې  د ځوانانو  د قرآنی وړتیاؤ د پيژندلو او له هغو څخه د ملاتړ په موخې سره   دغه سیالۍ ترسره کیږي.

د وئيلو ده د قرآن د ختم ملی پروژه د  عراق په ۱۵ ولایتونو کې اجرا شوې ده او  د قرآن ۶۰ ختمونه پکې شامل دي .  د عراق په جنوبی ولایتونو  کې د قرآن  د ختم دیرش محفلونه اجرا کیږي.

https://iqna.ir/fa/news/4340643

captcha