
ایکنانیوز راپور راکړ، حضرت ايت الله سید مجتبی حسینی خامنه ای د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د سمندری خواک د قوماندان امیر البحر شهید علی رضا تنګسیری په شهادت پسې یو پیغام صادر کړ چې متن ئې ستاسو په خدمت کې هم وړاندې کیږي.
بسمالله الرّحمن الرّحیم
ولاتَحسبَنَّ الّذینَ قُتِلوا فی سبیلِاللهِ اَمواتاً بَل اَحیاءٌ عِندَ رَبِّهِم یُرزَقون
د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د سمندری ځواک غیور او شجاع قوماندان ، امیر البحر علی رضا تنګسیري له کلونو کلونو مجاهدت وروسته د شهادت مقام ترلاسه کړ.
په دریم تپلی جنګ حماسې کې د تنګستان ددغه شجاع او میړني بچي د ایران د سرباز او د اسلام د پاسدار شهادت، د بوشهر د میړنیو خلکو ، د جنوب د سیمې د ځوانانو ، دایران داسلامی جمهوریت د وسلوالوځواکونو او د ایران دملت لپاره چې همیشه د ایران د سمندری پولو او خپلواکۍ په تیره بیا په فارس خلیج کې دپولو ساتونکی دی ، د یوه لوي ویاړ سند حسابیږي څو د ایراهن د سمندري مقاومت او اقتدار او قدرت لاره د تیر وخت په نسبت لاپیاوړي او مضبوطه شي ان شاالله.
زه له خپل طرفه ، ددغه شجاع او دلیر قوماندان شهادت د هغه درندې کورنئ ،همرزمانو د سمندری ځواک قوماندانانو او درست ملت ته تبریک او تسلیّت عرض کوم او د ددغه لوي شهید لپاره دخداوندمتعال له درګاه د هغه ددرجود لوړتیا او د درندې کورنئ ته د صبر دعا کوم.
سیدمجتبی حسینی خامنهای ۱۰ / فروردین / ۱۴۰۵
https://iqna.ir/fa/news/4343485