IQNA

د اسلامی انقلاب معظم لارښود د سید عمارحکیم له شجاعته د ډکو دریځونو قدرونه وکړه

0:58 - April 02, 2026
د خبر لمبر: 3492627
ایکنا- د اسلامی انقلاب معظم لارښود آیت الله سید مجتی خامنه اي په یوه ځانګړی پيغام کې  د  ایران په ضد د امریکا او صهیونسټي رژيم  دتیریګرو  اقداماتو په محکومیّت کې  دعراق د ملی حکمت د بهیر د مشر سید عمار حکیم د صادقو او له شجاعته د ډکو دریځونو قدرونه وکړه.

ایکنانیوز  د عراق د ملی حکمت بهیر د رسندوئي دفتر  له قوله راپور راکړ، د اسلامی انقلاب د معظم لارښود مکتوب پیغام  په بغداد کې  دایران د سفیر  محمد کاظم آل صادق  او د  ایران د سفارت د کلتوري سلایار  په وسییله  له سید عمار حکیم سره  په کتنې کې هغه ته وسپارل شو.

په دغه  پیغام کې  داسلامی انقلاب معظم لارښود د وروستیو بدلونونو  په وړاندې  دسید عمارحکیم  دشجاعو  دریځونو  او  دغه راز  د هغه د تسلیّت او همدردرئ  په څرګندونې  قدرونه کړې او  له ایرانه په ملاتړ کې ئې د هغه پر غوره رول ټينګار کړی دی.

 په دغې کتنې کې د ایران داسلامی جمهوریت او عراق ترمینځ دوه اړخیزې اړیکې  او همداراز د دووملتونو ترمینځ  پیوندونو په باب هم بحث او  ارزونې  وشوې

سید عمار حکیم  هم یو ځل بیا  دایران په اسلامی جمهوریت تیري په کلکه محکوم کړل او  د جنګ د فوری دریدا او  سیمې ته  د ثبات د بیرته ستنیدا غوښتونوکی شو او  د سیمه ایز او نړیوال امنیت او سولې باندې  د تاؤتریخوالو د نتیجو او ترینګلتیاؤ  دخطرو په باب ئې خبرداری ورکړ.

 د ایران په اسلامی جمهوریت د امریکا اوصهیونیسټي رژيم  د تیریو له هماغه پیله په عراق کې د تقلید ډيرو مراجعو   د نیواکګرو  په ضد د جهاد د فتوا په اعلانولو سره  د ایران له اسلامی جمهوریت څخه  خپل ملاتړ اعلان کړی دی

د عراق حکومت  هم په کرتو  د دغو حملو په محکومولو سره ټينګار کړی دی، چې ددغه هیواد دخاورې له لارې به په ایران د  تیریو اجازت ورنکړي.

https://iqna.ir/fa/news/4343550

captcha