
ایکنانیوز راپور راکړ، د ایران یوه تکړه نړیوال قاری او او د نړیوالو قرآني سیالیو قاضي او د؛محفل؛ نومې ټيلیویژني پروګرام یو کوربه احمد ابوالقاسمي د هغه بې شخصیته کس د ناسنجول شوو څرګندونو په باب چې د قرآن قاری هم بلل کیږي،یعنی مشاری راشد العفاسي، داسې وائي؛ په درستې نړئ کې له دیني لویانو او د قرآن مطرحو قاریانو څخه دداسې کسانو په باب چې په دغه شان موقعو کې چُپتیا غوره کوي، بحث جلا دی ، خو هغه څه چې ډير رټونکي دي، ځينی منافقانه او بې ربطه خبرې دي.
له بده مرغه د مشاري العفاسی په څير کسان سره له دې چې ځان له حقیقته خبر ګڼي ، په یولړ بې شرمه څرګندونو سره ئې په ایران د حملې او د خلکو د وژلې غوښتنه کړې ده. دغه شان کسان په روښانه ډول له نفاق او تفرقې سره مخ دي.
ټينګار کوم چې هیڅکله هم ددغه شان منافقانو خبرو او د قرآن تلاؤت ته غوږ مه ږدئ، که کوم کس په هر دلیل کومه اندیښنه لري، نو چُپتیا غوره کولی شي،خو دغه شان منافق کسان، نه یوازې چپتیا نه غوره کوي، بلکې په ښکاره د مونږ د اسلامی هیواد او مسلمان ملت په ضد د اقدام غوښته کوي، دغه شان کسان د لعنت حقدار دي.
هغه هغه قاریان او کسان چې د قرآن تلاؤت کوي، باید د جهاد په مقدم او لومړئ کرښې کې وي؛ هغه که د جنګ په میدان کې فیزیکي جهاد وي او که بیانونکی جهاد. دوي چې نور خلک له قرآن سره آشنا کوي، باید د جهاد او مقاومت آیتونه هم د خلکو لپاره بیان کړي. خلک باید پوهه شي چې په قرآن کې په څه دپاسه سلو آیتونو کې مونږ ته د جهاد او مقاومت بلنه راکړې ده. دغه آیتونه باید د خلکو لپاره ولوستل او روښانه شي.
باید ووئيل شي، د کویت د یوه مذهبی موسیقئ غږونکي او د قرآڼ مُرَتَل راشد العفاسی له خوا په یوه جنجالی تویټيري پيغام په خپریدا پسې چې په هغه کې د امریکا له کرغیړن ولسمشر ډونالډټرمپ څخه ئې غوښتنه کړې ده؛ دایران په وړاندې دې د جهنم دروازه پرانیزي؛ د ایران او د نړئ دمسلمانانو په قرآني ټولنو او رسندویو کې ئې دنیوکو یوه ستره څپه راولاړه کړې ده.
https://iqna.ir/fa/news/4345212