
ایکنانیوز د عربستان د المدینه خپرونې له قوله راپور راکړی، دغه سیالۍ په بوسنیا هرزیګوینیا کې دعربستان د سفارت ددیني چارو په همت او د کوزوو د اسلامی مرکز مشیخت په ملګرتیا سره ترسره کیږي او ټاکل شوې ده ، په دغو سیالیو کې د کوزوو له مختلفو ښارونو څخه د ښاغلو اوآغلو په دوو برخو کې کابو سل کسان ګډون وکړي.
دغه سیالۍ له دولس کلونو رانیولې تر دیرشو کلونو پورې دزلمیانو او ځوانانو ترمینځ ترسره کیږي چې دغه کسان د حکومتي ښونځیو زده کونکي او ددیني موسیسو د محصیلین او د قرآن د حفظ دزده کړې د مرکزونو قرآنی زده کونکي دي.
دغه سیالۍ د ښاغلو او آغلو د لسو سپارو ،پنځو سپارو او او د دوو سپارو دحفظ په درو څانګو کې ترسره کیږی اوټاکل شوې ده نهائي مرحله او پایزې دستورې هم د سبا په دیرشمه نیته د یکشنبې په ورځې دکوزوو په پلازمینې پرییشتینا ښار کې او د رسمي او اجتماعي شخصیتونو په شتون سره چې ددغې قرآني پيښې د اهمیت منعکس کونکي دي ترسره شي.
دغه قرآني پيښه په ځوانانو کې د قرآن له حفظ سره داړونده پروګرامونو د اجرا د پیاوتیا، د لوړو اسلامی ارزښتونو دتثبیتیدا او له کلام الله مجید سره د زلمیانو او ځوانانو د پيوړ د پياوړتیا لپاره دهڅو په لړ کې ترسره کیږي.
https://iqna.ir/fa/news/4346895